د فرانسې خبري آژانس خبر ورکړی چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنیدو وروسته، لومړنۍ نړیواله سوداګریزه الوتکه نن سهار کابل کې ښکته شوې.
فرانس پرس نن دوشنبه د سپتمبر په ۱۳ مه راپور ورکړی چې دغه الوتکه چې شاوخوا لس تنه مسافر په کې سپاره و د پاکستان نړیوال هوايي شرکت (PIA) پورې اړه لري.
د کابل هوايي ډګر ځینې برخې وروسته هغه ویجاړې شوې د کابل ته د طالبانو له ننوتلو سره سم لسګونه زره افغانانو له هیواد څخه د تیښتې لپاره د کابل هوايي ډګر ته مخه کړه. د راپورونو له مخې هغه مهال شاوخوا ۱۲۰ زره افغانان او بهرنیان د آمریکا او ناټو ځواکونو په هوايي الوتکو کې له افغانستان څخه وویستل شول خو دغه پروسه بیا د اګست په ۳۱ مه پای ته ورسیده.
د نړیوالو الوتکو تخنیکي ستونزه
په دې وروستیو کې د کابل هوايي ډګر د بیا رغولو لپاره له قطر څخه یو تخنیکي ټیم کابل ته واستول شوه تر څو دغه هوايي ډګر نړیوالو الوتکو ته چمتو کړي. سر بیره پر دې د افغانستان هوايي چلند ادارې د یکشنبې په ورځ د پخواني نظام پورې اړوند د کابل هوايي ډګر سرحدي پولیس بیرته خپلو دندو ته راوغوښتل.
د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې چارواکي ویلي چې داخلي الوتکي په عادي ډول دوام لري خو د نړیوالو الوتکو په برخه کې لاهم ستونزې پر ځای پاتي.
عبدالهادي حمدانی د د ملکي هوايي چلند لپاره د طالبانو رییس د دوشنبې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې د نړیوالو الوتکو په ترمینل کې ۱۰ څخه تر ۱۵ سلنه تخنیکي ستونزې لاهم پر ځای پاتي. نوموړی وايي چې د دغې ستونزې د حل لپاره هڅې جریان لري.
نور ولولئ: د طالبانو له راتګ وروسته له۱۰۰ زرو څخه ډیر خلک له افغانستان څخه ایستل شوي دي
تیره اونۍ د قطر الوتکې یو شمیر افغانان او بهرنیان له کابل څخه په چارتر الوتکو کې وویستل. امریکا او لویدیځ هیوادونه اوس په دې هڅه کې دي چې خپل پخواني همکاران او هغه افغانان چې ژوند يي له ګواښ سره مخامخ دي له افغانستان څخه و باسي.طالبانو ژمنه کړې دغو افغانانو به په هغه شرط د سفر اجازه ورکړي چې اسناد له ځان سره ولري.