د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر قطر ته د خپل سفر په لړ کې د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر سره، له افغانستان څخه د یو شمیر خلکو د ایستلو پروسې د بیا پیلولو او د سولې په اړه خبرې کړي دي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان چې نن دوشنبه د سپتمبر په ۱۳ يي په دوحه کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن سره په یو مطبوعاتي کنفرانس کې خبرې کولې ژمنه وکړه چې له افغانستان څخه به د فرانسوي اتباعو ایستلو ته دوام ورکړي..
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر له قطر سره د فرانسې پیاوړې اړیکې ته په اشارې سره له کابل څخه د فرانسوي اتباعو د ایستلو له امله مننه کړې او ویلي يي دي چې داوړه هیوادونه به په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت تیره ورځ د یوې بیانيي په خپرولو سره ویلي و چې د بهرنیو چارو وزیر قطر ته د خپل سفر په لړ کې به د دغه هیواد له چارواکو سره په افغانستان کې د فرانسې د همکارانو او هغو افغانانو د ایستلو په اړه خبرې وکړي چې ژوند يي په خطر کې دی.
د بهرنیو چارو وزارت په بیانیه کې راغلي و چې ۴۹ افغانان او فرانسویان د جمعې په ورځ له کابل څخه دوحې ته استول شوي دي. افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسیدو راهیسې له ۳۰۰۰ څخه ډیر خلک د فرانسې لخوا د کابل له هوايي ډګر له لارې پاریس ته لیږدول شوي دي.
نور ولولئ: د طالبانو له واکمنۍ وروسته لومړنۍ سوداګریزه الوتکه کابل ته ورسیده
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د طالبانو د رسمیت پیژندل د دوې لومړیتوب نه دی ځکه په افغانستان کې بشري وضعیت مخ په خرابیدو دی. نوموړی ویلي چې فرانسه د طالبانو د عمل له مخې قضاوت کوي نه د هغوې و ینا له مخې.
دغه فرانسوي ډیپلومات قطر ته د خپل سفر څخه یوه ورځې وړاندې د فرانسې ۵ تلویزیوني شبکې ته ویلي و چې طالبان فرانسویانو او افغانانو ته د سفر د اجازې ورکولو په اړه دروغ ویلي دي. نوموړی داهم ویلي و چې فرانسه به طالبان په رسمیت و نه پیژني.
د یادولو ده چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسیدو سره شاوخوا ۱۲۰ زره افغانان او بهرنیان د کابل هوايي ډګر له لارې بهرنیو هیوادونو ته واستول شول. دامهال د قطر یو تخنیکي ټیم کابل کې دی ترڅو د کابل هوايي ډګر یو ځل بیا نړیوالو الوتنو ته چمتو کړي.