له کابل څخه بریتانیا ته رسیدلي افغانان. انځور: رویټرز، اګست ۲۰۲۱
له کابل څخه بریتانیا ته رسیدلي افغانان. انځور: رویټرز، اګست ۲۰۲۱

هغه افغانان چې په دې وروستیو کې له افغانستان څخه بریتانیا ته لیږدول شوي وايي چې په هوټلونو کې د قرنطین له ټاکلي مودې ډیر ساتل شوي. دغه افغانان وايي چې په هوټلونو کې ورسره د زندانیانو په څیر چلند ورسره کیږي.

وروسته له هغه چې د اګست میاشتې په وروستیو کې طالبانو د افغانستان ولکه په واک کې واخیسته، زرګونه افغانان او د بریتانوي ځواکونو همکاران له افغانستان څخه بریتانیا ته واستول شول، دغه افغانان د ۱۰ ورځو لپاره په هوټلونو کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره قرنطین شول.

د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې چې له یو شمیر دغو افغانانو سره يي خبري کړي لیکلي چې له قرنطین وروسته دولت له دوې سره د سرپناه ژمنه کړې وه خو دوې په هوټلونو کې پریښودل شوي دي او ناوړه چلند ورسره کیږي.

حسیب نورالم چې د افغانستان په لویه څارنوالی د یوې برخې رییس و او په لندن کې د پارک پلازا هوټل کې ساتل شوی وايي:« مونږ دلته زنداني یو، حتی زندانیانو ته اجازه ورکول کیږي چې په ورځ کې یو یا دوه ساعته بهر ووځي» هغه وايي چې په ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۱۵ دقیقې بهر ته د تګ اجازه لري. د نوموړي په خبره د هوټل د ننه چې ماشومان هم شته خلک په تنګ شوي او ژاړي.

حسیب وايي چې د کورنیو چارو وزارت لخوا هیڅ معلومات مونږ ته نه دی راکړل شوی او کله چې د هوټل له مسولینو غواړو چې مونږ بهر ته د خریداری او قدم وهلو ته ولاړ شو خو مونږ ته وايي چې اجازه نه لرئ. نوموړی وايي:« هیڅ څوک نه پوهیږي چې څه کیږي. کیدای شي دوې مونږ یو میاشت او یا دوه میاشتو لپاره وساتي.»

نور ولولئ: برتانیا ۲۰۰۰۰ افغانانو ته دې هیواد کې د مېشتېدو پروګرام اعلان کړ

یو بل افغان چې په دې وروستیو کې له افغانستان څخه ایستل شوی او شاوخوا ۲۰ ورځې کیږي چې په هوټل کې بند پاتي د نوم د نه ښودلو په شرط  ګارډین ورځپاڼې ته ویلي:« خلک ډیر خسته شوي، اندیښنه داده چې هیڅ څوک نشته چې دا پوښتنه وکړي چې له دې وروسته څخه پیښیږي. ما د ټیلفون د شمیرې غوښتنه وکړه تر څو د کورنیو چارو وزارت ته ټیلفون وکړم خو چار راته ټیلفون را نه کړ.»

هغه وايي:« مونږ حتی نه شو کولای چې د تازه هوا لپاره کړکۍ پرانیزو، ګڼ شمیر خلک چې دلته په انګریزي ژبه نه پوهیږي نه شي کولای شکایت وکړي. هیڅ څوک نشته چې زمونږ خبرو ته غوږ کیږدي.»

د بریتانوي پوځیانو یو پخوانی افغان ژباړونکی چې له خپلې میرمنې او دوه کوچنیو اولادونو سره د سویندون په هوټل کې دی وايي چې دلته لکه د زندان په څیر ساتل کیږو. که څه هم د د غې کورنۍ د قرنطین موده پاي ته رسیدلی وايي چې هیڅ څوک نه پوهیږي چې زمونږ راتلونکی به څه کیږي. هغه وايي« د ټیلفون شمیره نشته چې مونږ ورسره اړیکه و نیسو او له چارواکو د معلوماتو غوښتنه وکړو. کله چې ایمیل استوو نو باید په اونیو د ځواب لپاره انتظار وباسو»

د کډوالۍ د ملاتړ ادارو اندیښنې

د کډوالو د ملاتړ یو شمیر ادارې په دې اړه اندیښمن دی او وايي چې د دوې افغان همکاران چې کلونه يي بریتانویانو ته په افغانستان کې خدمت کړی له قرنطین وروسته په داې حالت کې ساتل کیږي.

ډاکټر اندریو کید اوبي چې په افغانستان کې يي د دریو کلونو لپاره د بریتانيي د مرستو چارې سمبالولې او له کډوالو سره مرستې کوي وايي:« دغه چارې د دوې د بشري حقونو په اړه پوښتنې رامنځ ته کوي او د دوې رواني حالت اغیزمنوي.»

نوموړی په دې برخه کې د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې پریټي پټیل د کډوالۍ پر سیاستونو نیوکه کوي.

نور ولولئ: بریتانیا په خپله خاوره کې د ناقانونه کډوالو د مخنیوي لپاره فرانسې ته ۶۲،۷ میلیونه یورو ورکوي

برتیانوي چارواکي وايي چې هغه افغانان چې په د قرنطین له امله په هوټلونو کې ساتل کیږي کولای شي دغلته په وړیا توګه پاتي شي ترڅو دوې ته نور ځایونه نه وي پیدا شوي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت ګارډین ورځپاڼې ته په دې اړه د دوشنبې په ورځ وویل چې له افغانستان څخه د نویو راغلو افغانانو د سرپناه لپاره سیمه ایز چارواکو سره ۲۰ میلیونه یورو مرسته کیږي. 

 

نورې ليکنې