د جګړو له بې خایه شویو سره د بشري مرستو بهیر. انځور: UNHCR. اګست ۲۰۲۱
د جګړو له بې خایه شویو سره د بشري مرستو بهیر. انځور: UNHCR. اګست ۲۰۲۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداري عالي کمیشنر فلیپو ګراندي کابل ته د خپل سفر په لړ کې د طالبانو د بهرنیو او کډوالو چارو له وزیرانو سره د بشري مرستو، کډوالو او بې ځایه شویو په اړه غږیدلی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر پر افغانان کډوالو غږ کړی چې بیرته خپل هیواد ته راستانه شي.

فلیپو ګراندي چې د دوشنبې په ورځ د اګست په ۱۳ مه کابل ته تللی په خپر ټویټر پاڼه کې يي د خپل سفر په اړه لیکلي:« د خپل سفر په لړ کې به د ۳،۵ میلیونه بې ځایه شویو او عاجلو بشري اړتیاوو ارزونه وکړم.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر لومړی د دوشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د کډوالو ادارې د وزیر خليل الرحمن حقاني او بیا د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره د داخلي بې ځایه شویو، راستنیدونکو او بشري مرستو په اړه خبرې کړي دي.

فلیپو ګراندي له اسوشیتید پرس سره په خبرو کې د خپل سفر په اړه ویلي چې په افغانستان کې د اقتصادي بحران د مخنیوي لپاره چې د تاوترخوالي، بې ثباتۍ او د کډوالۍ لامل کیږي، د نړیوالې تولنې او طالبانو ترمنځ عاجلې جوړ جاړۍ ته اړتیا ده. نوموړی وویل چې نړیواله ټولنه او طالبان باید په افغانستان کې د ثبات د راوستلو لپاره یوه ګډه لاره ومومي.

فلیپو ګراندي له افغانستان سره د جنیوا په کنفرانس کې د نړیوالو د ۱،۲ میلیارد ډالرو د مرستې ژمنو ته په اشارې سره وویل چې ژمی را روان دی او دغه بشري مرستې باید ژر تر ژر افغانانو ته ورسیږي.

د جنیوا کنفرانس چې د تیرې دوشنبې په ورځ د شاوخوا ۱۰۰ هیوادونو د استازو په ګډون جوړ شوی و په کې له افغانستان سره د ۱،۲ میلیارده ډالرو د مرستې ژمنه وشوه.

نور ولولئ: نړیوال له افغانستان سره د ۱،۲ میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي چې د سه شنبې په ورځ يي یوې مطبوعاتي کنفرانس ته خبرې کولې، د نړیوالو له دغو مرستو د هرکلي ترڅنګ ژمنه وکړه چې د دغو پیسو د لیږد لپاره به افغانستان بانک پوره همکاري وکړي.

امیر خان متقي د بشري مرستو ترڅنګ له نړیوالو غوښتنه وکړه چې په پراخیتايي برخو لکه روغتیا، زده کړې او ښارونو د پراختیا په برخه کې له افغانستان سره مرستې وکړي. نوموړی وايي چې بشري مرستې باید له سیاسي مسایلو سره و نه تړل شي.

له دې وړاندې ملګري ملتونو خبرداری ورکړی و چې د کال تر پایه به ۹۷ سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند وکړي.

طالبان له افغان کډولو غوښتي چې بیرته هیواد ته راستانه شي

په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو سره لسګونه زره افغانان د ځمکې او هوا له لارې له هیواد څخه ووتل. یوازې شاوخوا ۱۲۰ زره تنه د کابل له هوايي ډګر څخه د بهرنیانو په مرسته نورو هیوادونو ته واستول شول. ګڼ شمیر نور بیا د ځمکې له لارې ګاونډیو هیوادونو ته د تیښتې هڅه وکړه خو اوس طالبان له خلکو غواړي چې بیرته افغانستان ته ستانه شي.

د طالبانو ادارې د بهرنیو چارو وزیر په خپل مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې د دوې کوشش به داوي چې له هیواد نه بهر ته تللي مهاجرین بیرته هیواد ته راشي. هغه وویل چې د بې ځایه شویو د بیرته ستنیدو لپاره لارې چارې برابروي.

امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له مشر سره په لیدنه کې هم ویلي چې غواړي افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه کړي او طالبانو په دې برخه کې هر راز مرستو ته چمتو دی.

د شمیرو له مخې دامهال شاوخوا ۵ میلیونه افغانان د جګړو، تاوتریخوالو او وچکالیو له امله په افغانستان کې بې ځایه شوې دي. له دې وړاندې ملګري ملتونه ویلي و چې ښايي نیم میلیونه کډوالۍ ته اړ شي.

 

نورې ليکنې