له ایران سره پر پوله د ترکیې سرحدي ځواکونه. انځور: پیکچر الیانس. اګست ۲۰۲۱
له ایران سره پر پوله د ترکیې سرحدي ځواکونه. انځور: پیکچر الیانس. اګست ۲۰۲۱

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي چې له افغانستان څخه د کډوالو د احتمالي نوې څپې سره د مقابلې ظرفیت نلري. هغه له اروپايي ټولنې غوښتي چې د افغانانو د کډوالۍ بار په غاړه واخلي.

د ترکیې د ولسمشر له دفتر څخه د سه شنبې په ورځ د سپتمبر په ۱۴، په یوه خپره شوې بیانیه کې د ولسمشر اردوغان له قوله لیکل شوي چې ترکیه د کډوالۍ د نوې بار د اداره کولو ظرفیت نه لري. اردوغان د ولسمشرانو ترمنځ په یوه ټیلفوني اړیکه کې ویلي چې ترکیه نه شي کولای له طالبانو څخه تښتیدلو نورو افغانانو ته پناه ورکړي. نوموړی ویلي چې ترکیه لا دمخه د نړۍ د کډوالو د لویې برخې کوربه توب کوي.

په ۲۰۱۶ کال کې ترکیې او اروپايي ټولنې د کډوالۍ په برخه کې یو تړون لاسلیک کړ خو د دغه تړون د عملي کیدو په برخه کې لاهم د دواړو لوریو ترمنځ اختلافات موجود دي.

نور ولولئ: ترکیه: سږ کال تر دې دمه تر ۴۰ زرو ډېر «غیر قانوني» افغان مهاجر نیول شوي

اردوغان د ۲۰۱۵ کال د سوریې کډوالو د بحران د تکرار خبردارۍ ورکړی او وايي:« هیڅ څوک نه غواړي چې د ۲۰۱۵ کال د سوریې د مهاجرو څپې ته ورته تجربې تکرارې شي»

د ترکیې ولسمشر په داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د دوشنبې په ورځ د جنیوا په کنفرانس د افغان کډوالو د منلو څخه ډ ډه وکړه او ویي ویل چې د طالبانو له واک ته رسیدو سره میلیونونه بې ځایه شوې افغانان بشري ناورین سره مخامخ دي چې د نوموړي په برخه د دغه بحران حل لپاره د نړیوالو ګډ اقدام ته اړتیا ده.

د اروپايي ټولنې یو شمیر چارواکي تیره اونۍ انقرې ته سفر کړی و ترڅو د ترکیې چارواکو سره د کډوالۍ د مسلې په اړه خبرې وکړي. خو ترکي چارواکي تل ټینګار کړی چې هیواد يي د نورو کډوالو د منلو توان نه لري او اروپايي ټولنه باید په دې برخه کې مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې عالي کمیشنر فلیپو ګراندي هم تیره اونۍ ترکیې ته سفر کړی و او د دغه هیواد له ولسمشر، د کورنیو او بهرنیو چارو له وزیرانو سره د کډوالۍ په اړه خبرې وکړې.

نور ولولئ: ترکیه د ور تلونکو افغان مهاجرو د څپو مخنیوي لپاره له ایران سره پر پوله دېوال جوړوي

ګراندي د ترکیې له کوربه توب څخه مننه وکړه چې د ۳،۷ میلیونه سوریانانو او له درې میلیونو څخه ډیر نور پناه غوښتونکو ته يي ځای ورکړی دی.

افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره سم ترکیه او اروپايي ټولنه د افغان کډوالو د نویو څپو په اړه اندیښمن دي. ترکیې د کډوالو د مخنیوي لپاره له ایران سره پر پوله د دیوال په جوړولو سره پر پوله خپل تدابیر سخت کړي. یونان هم له ترکیې سره پوله خپله تدابیر سخت کړي دي.

سربیره پر دې ترکیې ویلي چې پولیسو يي دروان میلادي کال له پیل څخه له ۴۰ زرو څخه ډیر افغان کډوال چې قانوني اسناد يي نه درلودل، نیولي دي.

 

نورې ليکنې