د آلمان په رمشتاين کي د افغانانو له پاره درول سوي په لسونو کږدۍ picture-alliance/ASSOCIATED PRESS/Olivier Douliery
د آلمان په رمشتاين کي د افغانانو له پاره درول سوي په لسونو کږدۍ picture-alliance/ASSOCIATED PRESS/Olivier Douliery

هغه افغانان چي آلمان يا نورو اروپايي هيوادونو ته را انتقال سوي يا را انتقال کيږي، هغوی څه ډول قانوني مؤقف لري؟ ايا هغوی به د پناه غوښتنه کوي؟ مهاجر نيوز له چارواکو معلومات پوښتلي چي دلته يې لوستلای سئ:

د آلمان حکومت په اګست کي له کابل څخه د آلماني پوځ د ځايي همکارانو، د هغوی د کورنيو او په همدې شان نورو محافظت ته اړ کسانو د انتقال له پاره هوايي پل جوړ کړ. په دې ترڅ کي تقريبا ۵۳۰۰ کسان آلمان ته راوستل شول چي پکښي تقريبا ۴۰۰۰ يې افغانان او نور يې د آلمانيانو تر څنګ د نورو هيوادونو اتباع ول. خو په زرونو نور افغانان آلمان ته دتلو انتظار باسي ځکه چي دغه هیواد ورته د راتلو اجازه ورکړې ده. دغه کسان نه پوهيږي چي په آلمان کي به څه ډول مؤقف ولري.

آلمان ته راوستل شوو ځینو افغانانو ته د مهاجرت او پناه غوښتنې د ادارې بامف له خوا کاغذونه ليږل شوي چي هغوی بايد د پناه غوښتنه وکړي. خو بعضو نورو دغو افغانانو ته بيا خطونه رسېدلي چي هغوی د بامف پر مشوره عمل ونکړي ځکه چي په دې تړاو لا حتمي فيصله نه ده شوې.

د آلمان د قانون له مخي د محافظت مستحق کسان دوه ډوله په آلمان کي اقامه ترلاسه کولای شي. يوه لاره يې د (Asylgesetz) په نوم قانون په رڼا کي د پناه غوښتنې ده چي دغه کسان به په انفرادي توګه د پناه غوښتنه کوي، بيا به مرکه يا انټرويو ورکوي په کومه کښي چي له افغانستان څخه د تېښتي لاملونه په انفرادي توګه بيانوي او بيا فيصلې ته انتظار باسي. تر څو چي د پناه غوښتنې دوسيه نه وي فيصله سوې، نو پناه غوښتونکي په سمدلاسه توګه په آلمان کي د کار اجازه نه لري. خو حتمي فيصلې ته رسېدنه زياتي مياشتي او په بعضي مواردو کي حتی تر کال زيات وخت يا حتی کالونه نيولای سي.  

په آلمان کي د محافظت ترلاسه کولو بله لاره چي د پناه ترلاسه کولو لنډه لاره هم تصور کيږي، د آلمان د کورنيو چارو د ځانګړي فرمان له مخي ځانګړي اشخاصو يا ډلې ته د محافظت ورکول دي. دغه محافظت د آلمان د اقامې د قانون (Aufenthaltsgesetz) د ۲۲ مې برخي پر اساس (§ 22 AufenthG) ورکول کيږي. د مثال په توګه هغه افغانان چي په افغانستان کي يې د آلماني پوځ سره همکاري کړېده، هغوی د دغه قانون په رڼا کي آلمان ته راوستل کيږي. خو د آلمان د باندنيو چارو وزارت د کورنيو چارو وزارت ته د يو شمير نورو افغانانو «بشري ليسټ» هم سپارلی دی چي ورته د ياد قانون له مخي اقامه ورکړي. دغه افغانان ژورنالستان، د بشري حقونو مدافعين، هنرمندان او ورته کسان شامل دي.

د مهاجر نيوز انفومايګرنټس زياتو کتونکو په آلمان کي د افغان مهاجرو د مؤقف په تړاو پوښتنې رالېږلي دي. موږ دغه پوښتنې د آلماني چارواکو سره مطرح کړي او ورڅخه مهم معلومات يې تاسو ته په لاندني ډول وړاندي کوو. په دې تړاؤ د بامف ادارې وياند راته د سپتمبر په ۱۰مه نېټه لاندني معلومات راکړل چي موږ يې د نورو معلوماتو سره مل دلته درسره شريک کوو:

ـ هر هغه څوک چي د محافظت په تلاښ وي او د آلمان حدودو ته داخل سوی وي، هغه د دې حق لري چي د پناه غوښتنه وکړي او دوسيه يې په انفرادي توګه وڅېړل سي. 

[پرو ازيول او د مهاجرو د حقونو مدافع نور سازمانونه مهاجرو ته مشوره ورکوي چي د هر ډول فيصله کولو او پناه غوښتنې تر مخه بايد لومړی له دغو سازمانونو او يا له حقوقي کارپوهانو لکه وکيلانو څخه مشورې واخلي. په زياته دمګړی د افغانانو چانس سته چي د پناه غوښتنې پر ځای ورته د آلمان د اقامې د (§ 22 AufenthG) قانون پر اساس چټکه اقامه ورکول سي او په دې توګه په چټکه توګه خپله پاته کورنۍ لکه د ژوند شريک او تر اتلسو کالو کم ماشومان هم آلمان ته راوغواړي. دغه اقامه ځکه بهتره بلله کيږي ولي چي په انفرادي توګه د پناه غوښتنې پروسه مشکله او ستونزمنه تصور کيږي او پکښي زيات کسان رديږي هم. د ردېدنې په صورت کي بيا د کورنيو د پاتو غړو راوستل د لويو ننګونو سره مخامخ کيږي.]

ـ دمګړی هڅه کيږي چي د افغان پناه غوښتونکو دوسيې په چټکه توګه د بامف له خوا فيصله سي. خو دغه پروسه بيا هم صرف په څو ورځو کي نسي فيصله کېدلای. د پناه غوښتنې په تړاو د قبولۍ او ردېدنې فيصله په افغانستان کي پر وضعيت او د پناه غوښتونکي پر انفرادي دلايلو پوري اړه لري. د افغانانو هغه ردي سوي پناه غوښتنې چي پکښي د دبلن تړون موضوعات هم شامل دي، دوسيې يې لا تر څېړني لاندي دي. خو د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په ۱۴مه نېټه د تقريبا ۲۶۰۰ افغانانو ليسټ د آلمان د باندنيو چارو د وزارت له خوا د آلمان د کورنيو چارو وزارت ته وسپارل سو چي «بشري ليسټ» بلل سوی. ښايي په دغو کي زيات شمير يادو کسانو نومونه شامل وي چي غوښتنه يې تر څېړنو لاندي ول او اوس منل سوي دي او آلمان ته د راتلو حق لري.

ـ آلماني چارواکي مکلف دي چي ټول هغه افغانان چي له افغانستان څخه را انتقال سوي دي، هغوی او د هغوی د کورنۍ غړي ثبت کړي. دغه کسان په آلمان کي بيلو د اوسېدنې ځايونو ته لېږل کيږي او په آلماني فدرالي ايالتونو ويشل کيږي.

ـ د آلماني پوځ ځايي افغان همکاران او د هغوی کورنۍ په آلمان کي د (§ 22 AufenthG) قانون پر اساس مؤقتي اقامه ترلاسه کوي. خو هغه ځايي همکاران يا ورته د محافظت متلاښيان لکه ژورنالستان، د بشري حقونو مدافعين او هنرمندان چي د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۲۶ مې نېټي تر مخه يې آلمان ته د راتلو غوښتنه نه وه کړې، خو وروسته يې دغه غوښتنه کړېده، د هغوی په تړاو لا پروسه ادامه لري.

ـ هغه کسان چي د پناه غوښتنه يې کړې ده خو د (§ 22 AufenthG) له مخي د منل کېدو حق لري، د هغوی د پناه غوښتنې د دوسيو د څېړل پر وخت به دغه حقيقت هم په پام کي ونيول سي.

د کورنيو سره الحاق

پر ازيول وايي چي هغه کسان چي د (§ 22 AufenthG) پر اساس يې اقامه نه وي ترلاسه کړې، بيا هم د خپلو کورنيو د غړو د رابللو غوښتنه «د نړيوالو قوانينو د بشري دلايلو پر اساس» کولای سي. دغه غوښتنه د «آلمان د فدرالي جمهوريت د لېوالتياؤ د خوندي ساتلو د ځانګړي فرمان» پر اساس هم ممکنه ده خو صرف په «استثايي مواردو کي» بريالۍ کيدلای سي.

د مهاجرو کورنيو د الحاق يا يوځای کېدنې د ملاتړ نړيوال سازمان هم کولای سي تاسو ته په دې تړاو مشوره درکړي. هغه افغانان چي په آلمان کي دي او تر اوسه يې لا د خپلو کورنيو سره د يوځای کېدنې درخواستونه نه دي ورکړي، هغوی د مهاجرت د نړيوال سازمان څخه پر دغه برېښناليک info.fap.af@iom.int يا پر دغه تليفون شميره 0049302902245500 مشوره غوښتلای سي.

په آلمان کي د پناه غوښتنې په تړاو عمومي معلومات په انګرېزي ژبه پر دغه لينک موندلای سئ.

د زيات وخت پوښتل کېدونکو بعضو سوالونو جوابونه چي له افغانستان څخه د راوتلو په هکله دي، د آلمان د باندنيو چارو د وزارت پر پاڼه په انګرېزي، آلماني، فرانسوي، هسپانوي، پورتګيزي، عربي او آلماني ژبو پر دغه لينک لوستلای سئ.


 

نورې ليکنې