پاکستان کې مېشته يوه افغان کډواله کورنۍ د خوښۍ په حالت کې. کرېډېټ: UNHCR
پاکستان کې مېشته يوه افغان کډواله کورنۍ د خوښۍ په حالت کې. کرېډېټ: UNHCR

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې چارواکو پریکړه کړې که د دغه ایالت اوسیدونکي هر هغه افغان ته پناه ورکړي چې په دې وروستیو کې له افغانستان څخه ورغلي وي او د تل لپاره د اوسیدو هیله ولري، سزا ورکول کیږي.

پاکستاني رسنیو د چهارشنبې په ورځ د اګست په ۱۵ مه راپور ورکړ چې دغه پریکړه د پاکستان د بلوچستان چارواکو په یوه امنتیي ناسته کې شوې. په دغه ناسته کې پریکړه شوې چې پاکستان ته د نویو ورتلونکو افغانانو پر وړاندې عملیات پیل او د دوې اسناد به وکتل شي.

بي بي سي لیکلي چې په دغه امنیتي ناسته کې چې د بلوچستان د مشر سکرتر مطهر نیاز رانا په مشرۍ او د دغه ایالت د امنیتي او استخباراتي چارواکو په ګډون جوړه شوې وه، پریکړه شوې چې هغه بهرني وګړي چې په غیر قانوني ډول پاکستان ته دننه کیږي ورسره به قانوني چلند وشي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته زرګونه افغانان هڅه کوي چې د سپین بولدک او تورخم  له لارې پاکستان ته د ننه شي. پر دغه امنیتي ناسته کې پریکړه وشوه چې پر پولو دې کنټرول ډیر شي.

نور ولولئ: پاکستان د پولې په اوږدو کې د کډوالو لپاره د کمپونو جوړل په کلکه رد کړ

بې بې سي په دې وروستیو ۵۰ افغانې کورنۍ چې د سپین بولدک له لارې د پاکستان کوټې ته کډه شوې وې د پاکستاني پولیسو لخوا بیرته افغانستان ته اړول شوې دي.د کوټې کمشنر سهیل الرحمان بلوڅ ویلي و چې دغه کورنۍ يي ځکه بیرته افغانستان ته اړولي چې په ناقانونه ډول پاکستان ته دننه شوې وي.

پاکستان دامهال یوازې هغو افغانانو ته پر چمن-سپین بولدک او تورخم د سفر اجازه ورکوي چې ویزه ولري او یا هم د درملنې لپاره دغه هیواد ته سفر وکړي.

پاکستان نور افغان کډوال نه مني

افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته ځینې اندیښنې دادي چې یو شمیر افغانان به پاکستان ته پناه یوسي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په یوه تازه څرګندونو کې ویلي چې هیواد يي د نورو افغان کډوالو د منلو توان نه لري.

شاه محمود قریشي د چهار شنبې په ورځ د انډیپنډنټ ورځپانې سره سره په خبرو کې ویلي چې هیواد يی له وړاندې د میلیونونه افغانانو کوربه توب کوي او نه شي کولای نورو افغانانو ته ځای ورکړي.

نور ولولئ: پاکستاني پولیسو د سند په ایالت کې یو شمیر افغان کډوال نیولي دي

شاه محمود قریشي ویلي چې د دې کار پر ځای به پاکستان هغو افغانانو ته د خپلې خاروې له لارې نورو هیوادونو ته دسفر اجازه ورکړي چې معتبر اسناد له ځان سره ولري.

نوموړی هغه اوازې رد کړي چې ګواګې پاکستان د افغان کډوالو لپاره کمپونه جوړوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر نړیوالو غږ کړی چې د افغان کډوالو له امله دې له پاکستان سره مرسته وکړي.

د طالبانو ادارې د بهرنیو چارو وزیر د سه شنبې په ورځ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې د دوې کوشش به داوي چې له هیواد نه بهر ته تللي مهاجرین بیرته هیواد ته راشي.

د یادولو ده چې پاکستان کې شاوخوا ۳ میلیونه افغان کډوال میشت دي چې له دې ډلې ۱،۴ میلیونه يي د کډوالۍ اسناد لري.

 

نورې ليکنې