په جرمني کي يوه فابريکه | Photo: picture-alliance/dpa/B. Thissen
په جرمني کي يوه فابريکه | Photo: picture-alliance/dpa/B. Thissen

اروپايي اتحاديې د شين کارد په نوم بهرني مسلکيانو ته ورکول کېدونکې اقامه لا جذابول غواړي. په دې توګه دغه اتحاديه غواړي له بهر څخه لا زيات مسلکيان دغه بلاک ته راسي.

اروپايي پارلمان د چهارشنبې په ورځ د شين کارد په اصولو کي تغيرات تصويب کړل. اروپايي اتحاديه غواړي په دې توګه د دغې اتحاديې په غړو هيوادونو کي د بهرني مسلکيانو له پاره اوسېدنه او کار کول لا جذاب کړي. 

په مخکي موجودو اصولو کي تعديل پسله څو کالو جر و بحث څخه د اړونده اروپايي ادارو له خوا د تفاهم وړ وبلل سو. دا په داسي حال کي ده چي اکثره غربي هيوادونو په دې کي سيالي سره کوي چي د خپل هيواد دننه د مسلکي کسانو کمښت له بهر څخه په راجلب کړل سوو کارپوهانو او مسلکيانو ډک کړي.

په مخکنيو اصولو کي به له بهر څخه راتلونکي مسلکيان دې ته اړ ول چي حد اقل ۱۲ مياشتنی د کار قرارداد ولري. خو د تعديل وروسته به اوس دا ممکنه سي چي د شپږو مياشتو کار د تړون په ترڅ کي هم بهرني مسلکيان شين کارد ترلاسه کړي. د اروپايي اتحاديې شين کارد د امريکا د ګرين کارد څخه يو تقليد دی.

د نوي تعديل له مخي د حد اقل معاش کچه هم راټيټه کړل سوې ده او په دې توګه به اوس بهرني مسلکيان د پخوا په پرتله لږ معاش لرونکو کارونو په بدل کي هم شين کارد ترلاسه کړلای سي.

له دې وروسته به د شين کارد لرونکي د اروپايي اتحاديې په يو غړي هيواد کي د ۱۲ مياشتو کار کولو وروسته اجازه ولري چي بل اروپايي هيواد ته د کار له پاره ولاړ سي. د دې تر څنګ به د دغه کس د کورنۍ غړي هم اجازه ولري چي د ده سره يوځای سي او هغوی به هم د کار اجازه ولري.

د اروپايي پارلمان له غړو څخه ۵۵۶ يې د تعديل په حق کي او ۱۰۵ يې د تعديل پر ضد خپلي رايي ورکړې.

وروستۍ شمېرې ښيي چي يوازي په ۲۰۱۹ کال ۳۶۸۰۰ ځله بهرني مسلکيانو ته شين کارد ورکول سوی دی. په زياته آلمان له شين کارد څخه زياته ګټه اخيستې او زيات بهرني مسلکيان يې په دغه هيواد کي کار کولو ته راجلب کړي دي. تر ټولو زيات شين کاردونه ترلاسه کوونکي هنديان دي چي په ۲۰۱۹ کال يې ۹۴۰۰ دغه کاردونه ترلاسه کړي دي. ورپسې زيات شين کارد ترلاسه کوونکي روسان دي چي په ياد کال يې ۲۶۰۰ دغه کاردونه ترلاسه کړي ول.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې