آرشيف انځور ـ د ليتوانيا په توقيف ځای کي مهاجر
آرشيف انځور ـ د ليتوانيا په توقيف ځای کي مهاجر

ليتوانيا اکثره هغه مهاجر چي د سپيني روسيې د سرحد لخوا ورداخل سوي، بېرته سپيني روسيې ته شړلي دي. خو اوس يې پنځه افغان مهاجرو ته اجازه ورکړې ده.

ليتوانيا د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر ۱۵مه) پنځو پناه غوښتونکو ته اجازه ورکړه چي دغه هيواد ته داخل سي. خو دغه هيواد پر دې ټينګار کړی دی چي دا به يوه استثنی وي او دا چي دغه لاره به د مهاجرت مسير ونه ګرځي. ليتوانيا دغو پنځو افغان پناه غوښتونکو ته د يوې اروپايي محکمې د فيصلې پر اساس ځای ورکړی دی.

ليتوانيا دغه پنځه افغانان تېره اونۍ بېرته سپيني روسيې ته لېږلي ول. دا په داسي حال کي چي د بشري حقونو له پاره اروپايي محکمې ويلي چي دغه کسان د نړيوال محافظت مستحق دي ځکه چي په کابل کي طالبان واک ته رسېدلي دي.

کله چي دغه مهاجر د سه شنبې په ورځ بيا ليتوانيا ته داخل سول نو لتوانيا هغوی توقيف کړل. 

د بشري حقونو د اروپايي محکمې په وينا تر اوسه پوري لا زيات جزيات ناڅرګند دي. د ليتوانيا د سرحد ساتونکو يو قومندان، روستاماس ليوبايېواس ژورنالستانو ته ويلي دي چي دغه قضيه پلټنې ته اړتيا لري ځکه چي سرحد ساتونکي په ډېر پېچلي حالت کي قرار لاره.

د اګست مياشتي له پېل راهيسي زيات مهاجر کوښښ کوي چي د سپيني روسيې له لاري ليتوانيا ته داخل سي. خو ليتوانيا صرف د څو مهاجرو په استثنی نور ټول بېرته سپيني روسيې ته شړلي دي. 

سږکال تر ۴۱۰۰ څخه زياتو مهاجر چي د منځني ختيځ او سويلي آسيا سره تړاو لري تر اوسه لتوانيا ته داخل سوي دي. د هغه وروسته چي اروپايي اتحاديې پر سپيني روسيې بنديزونه لګولي دي، نو پر سپيني روسيې داسي تورونه هم سته چي په غچ کي مهاجر د اروپا پر لور رهنمايي کوي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې