د کابل ښار د ګل سرخ په دغه کمپ کې چې د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې موقعیت لري ۱۲۷ بې ځایه شوې کورنۍ میشت دي. انځور: مهاجر نیوز. جون ۲۰۲۱
د کابل ښار د ګل سرخ په دغه کمپ کې چې د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې موقعیت لري ۱۲۷ بې ځایه شوې کورنۍ میشت دي. انځور: مهاجر نیوز. جون ۲۰۲۱

د اروپايي ټولنې کمیسیون د چهارشنبې په ورځ وویل چې هڅه به وکړي چې په افغانستان کې د بشرین ناورین او قحطۍ مخه و نیسي. د دغه کمیسیون مشرې چې پارلمان ته يي وینا کوله له افغانستان سره د ۱۰۰ میلیونه نورو بشري مرستو اعلان وکړ.

د اروپايي ټولنې کمیسیون مشرې ورزولافن در لاین چې د چهارشنبې په ورځ د سپتمبر په ۱۵ يي اروپايي پارلمان ته وینا کوله وویل چې مونږ به پوره هغه څه وکړو چې په افغانستان کې د بشري ناورین او قحطۍ مخه و نیول شي.

د اروپايي ټولنې مشرې په خپله کلنۍ وینا کې په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره وویل چې مونږ له افغانانو سره په افغانستان او ګاونډیو هیوادونو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوو. نوموړې وویل:« اروپا د افغانانو په څنګ کې ده.»

د اروپايي ټولنې مشرې په خپله وینا کې وویل:« مونږ به د افغانستان لپاره بشردوستانه مرستې بیا ۱۰۰ میلیونه یورو زیات کړو.» میرمن فن در لاین وویل چې اروپايي ټولنه به راتلونکو اونیو کې له افغانستان سره د مرستو نوې کڅوړه وړاندې کړي.

بروکسل ویلي چې دغه مرستې به طالبان مشرانو ته ور نه کړل شي او له طالبانو يي غوښتي چې په افغانستان کې دې د بشري مرستو فعالیتونه تضمین کړي.

د اروپايي ټولنې دغه بشري مرستې په داسې مهال اعلانیږي چې له دې وړاندې هم یاده ټولنه له افغانستان سره د خپلو مرستو کچه څلور برابره کړې وه چې ۲۰۰ میلیونو ته رسیده.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ سیاست مسول جوزف بورل د روانې میاشتې په پیل کې اعلان وکړ مونږ له افغانستان سره بشري مرستې له ۵۰ میلیونو څخه ۲۰۰ میلیونه یورو ته لوړوو ترڅو د افغانانو بیړنیو اړتیاوو ته رسیدنه وشي.

نور ولولئ: نړیوال له افغانستان سره د ۱،۲ میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه

د دوشنبې په ورځ د جنیوا په کنفرانس کې نړیوالو له افغانستان سره د ۱،۲ میلیارد ډالرو د مرستې ژمنه وکړه. له دغو مرستو یوه ورځ وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د نړیوالو له دغو مرستو د هرکلي ترڅنګ ژمنه وکړه چې د دغو مرستو د لیږد لپاره به افغانستان بانک پوره همکاري وکړي.

له ۵ میلیونو څخه ډیر بې ځایه شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان ( IOM ) د چهارشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې وویل چې وروستیو ناامنیو، تاوتریخوالو او وچکالیو په افغانستان کې د خلکو ستونزې لا ډیرې کړي دي او د بې ځایه شویو شمیر له ۵ میلیونو څخه ډیر شوی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي چې د افغانستان نږدې نیمايي نفوس بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. یاد سازمان له نړیوالو غوښتي چې په دې برخه کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

 

نورې ليکنې