د آلمان پوځي الوتکه چې یو شمر افغانان يي له کابل څخه تاشکند ته انتقال کړي. انځور: پیکچر الیانس. اګست ۲۰۲۱
د آلمان پوځي الوتکه چې یو شمر افغانان يي له کابل څخه تاشکند ته انتقال کړي. انځور: پیکچر الیانس. اګست ۲۰۲۱

د افغانستان د شمالي برخې ګاونډ تاجکستان او قرغزستان، قزاقستان او همدارنګه د روسیې په مشرۍ د ډله ایز امنیت د تړون سازمان غړي نور هیوادونه وايي چې د افغان کډوالو د کوربه توب لپاره هیڅ پلان نه لري.

رویټرز خبري آژانس وايي چې د روسیې په مشرۍ د ډله ایز امنیت د تړون غړی قزاقستان د پنجشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې د امنتیي او سیاسي بحران سره، افغان کډوالو ته د ځای ورکولو لپاره هیڅ پلان نه لري.

په تاجکستان کې د روسیې په مشرۍ د ډله ایز منیت تړون د سازمان د غړونو هیوادونو په غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۶ مه جوړه شوې وه، د قزاقستان ولسمشر قاسم جومرت تړکایف د یاد سازمان د غړو هیوادونو له هغه ګډ دریځ څخه ملاتړ وکړ چې په کې ویل شوي و افغان کډوال او بهرني پوځي مرکزونه به د دوې په خاوره کې و نه منل شي.

د ډله ایز امنیت تړون سازمان (CSTO) کې د منځنۍ آسیا درې هیوادونه، تاجکستان چې له افغانستان سره اوږده پوله لري، قرغزستان، قزاقستان او د پخواني شوروي څو لرې پراته جمهوریتونو شامل دي.

د مرکزي آسیا دوه نور هیوادونه ازبکستان او ترکمنستان له افغانستان سره پوله لري خو د یاد سازمان غړي نه دي. ازبکستان له وړاندې ویلي چې افغان کډوالو ته به موقتي پناه ورکړي څو له هغه ځایه وکړای شي دریم هیوادونو ته ولاړ شي.

نور ولولئ: د ترکیې ولسمشر وايي چې نشو کولای نورو افغانانو ته پناه ورکړو

د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته زرګونه افغانان له خپل هیواد څخه وتلو ته اړ شول. هغه مهال یوازې د کابل له هوايي ډګر څخه له ۱۲۰ زرو څخه ډیر افغانان د ناټو او امریکايي ځواکونو لخوا له افغانستان څخه وویستل شول.

د افغانستان بل ګاونډ هیواد پاکستان او ترکیې هم اعلان کړی چې د نورو افغانو د منلو توان نه لري. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د چهار شنبې په ورځ انډیپنډنټ ورځپانې سره په خبرو کې وویل چې له وړاندې د میلیونونه افغانانو کوربه توب کوي او نه شي کولای نورو افغانانو ته ځای ورکړي. نوموړی ویلي چې د دې کار پر ځای به پاکستان هغو افغانانو ته د خپلې خاروې له لارې نورو هیوادونو ته دسفر اجازه ورکړي چې معتبر اسناد له ځان سره ولري.

 

نورې ليکنې