د اوفپرا اداره. کرېډېټ: د فرانسې نړیواله راډیو، فابین لوبوک
د اوفپرا اداره. کرېډېټ: د فرانسې نړیواله راډیو، فابین لوبوک

ایا د طالبانو له راتګ وروسته د فرانسې دولت افغانستان ته د افغانانو ایستلو ته دوام ورکوي؟ ځواب يي هو دی، خو په غیر مستقیم ډول سره. د فرانسې دولت په مستقیم ډول افغانان نه اخراجوي خو دغه اخراج د نورو اروپايي هیوادونو له لارې ترسره کیږي. د کډوالۍ ملاتړ ادارې دا کار دوه ګونۍ سیاست بولي او په کلکه يي غندي.

د فرانسې دولت د اګست په ۱۲مه، کابل ته د طالبانو له ننوتلو درې ورځې وړاندې اعلان وکړ چې  د جولای له میاشتې يي افغانستان ته د ناامنیو له امله د هغو افغان پناه غوښتونکو ایستل ځنډولي چې د پناه غوښتنه يي رد شوې دي. دغه پریکړه لاهم پر ځای ده.

د کډوالۍ د ملاتړ ادارې وايي چې د فرانسې دولت دغه پریکړه، د اخراج مرکزونو( اداري توقیف مرکزونو) ته د افغانانو د استولو څخه مخنیوي نه کوي. یو شمیر انجمنونه چې په دې وروستو کې له دغو مرکزونو څخه لیدنه کړې ویلي چې د فرانسې دولت د اګست پریکړه حتی نورو اروپايي هیوادونو ته د افغانانو د اخراج مخه نه ده نیولې.

د سیماد د انجمن یوې مسولې ماریون بوفیلز د فرانسې دولت د یادې پریکړې په اړه فرانس پرس آژانس ته ویلي:« د افغانانو اخراج داسې یو ملک ته چې رښتیا هم د دوې ژوند له خطر سره مخامخ کوي، د شرم وړ کار دی. نوموړې وايي چې دا پریکړه په غیرمستقیم ډول افغانستان ته د اخراجولو هڅه ده.

میرمن ماریون بوفیلز چې د اخراج د یو مرکز د مدیریت مسوله د دې شاهده ده چې د اخرج مرکز ته د افغانانو د استولو پیښې څو برابره ډیرې شوې دي. نوموړې د فرانسې دولت په دې برخه کې په دوه ګوني چلند تورنوي او وايي:« کله چې فرانسه وايي د اخراج هوډ نه لرو، فرانسه په حقیقت کې ځینې شیان پټوي.»

نور ولولئ: فرانسې هم د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو لړۍ درولې

د کډوالۍ د ملاتړ انجمونه ویره لري که فرانسه یو شمیر افغانان ځینو اروپايي هیوادونه لکه اتریش ته چې د افغانانو د پناه له ورکولو انکار کوي، واستوي نو ښايي دغه افغانان له هغه ځایه افغانستان ته اخرج شي.

دوه مخی سیاست

د فرانسې له استراسبورګ ښار څخه یوه وکیله اکاترینا ساباتاکاکیس چې د اخراج په مرکزونو کې د ګڼو افغانانو پر دوسیو کار کوي وايي چې فرانسه افغانان په مستقیم ډول افغانستان ته نه اخراجوي بلکه له کروشیا، اتریش او نورو هیوادونو له لوري افغانان خپل ملک ته اخراجوي.

 نوموړې د فرانسې دولت دغه پریکړه یو دوه مخی سیاست بولي او وايي چې په دغو ملکونو کې د افغانانو د پناه غوښتنې دوسیو ته د رسیدلو هیڅ ضمانت شتون نه لري.

میرمن اکاترینا چې مجبوره شوې ترڅو دیو افغان پناه غوښتونکې د دوسیې لپاره د بشر حقونو محکمې ته مراجعه وکړي، دولتي چارواکوي افغانانو ته د پناه په په ورکولو کې ګرم بولي او وايي چې دوې کولای شي د افغانانو د دغه تکلیف او استرس څخه مخنیوی وکړي.

نور ولولئ: نهه افغان ماشومان له خپلو کورنیو پرته فرانسې ته راوستل شوي

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو راهیسې ۲۰ تنه افغانان د دوبلین د مقرراتو له مخې نورو اروپايي هیوادونو ته چې د دوې د دوسیو د څیړلو مسولیت لري، استول شوي دي.

فرانسوي چارواکي بیا وايي چې ټول اروپايي هیوادونه د پناه ِغوښتونکو په تړاو د ژنیوا کنوانسیون لاسلیک کړی چې د بیرته ستنولو اصل چې د خلکو ژوند یا آزادي په خطر کې واچوي په کې ذکر شوی دی. دغه اصل د اروپايي ټولنې په قانون کې هم واضح شوی. چارواکي وايي چې د دوبلین د نه استولو په اړه هیڅ دلیل شتون نه لري.

د کورنیو چارو وزارت له خپل دریځه ملاتړ کوي او وايي :« مونږ د پناه غوښتنې دوسیې په جلا جلا ډول څیړو.»

تردې مهاله فرانسې، جرمني، هالنډ، سویډن او فلنډ په ښکاره ډول د داډول اخراج د دریدو غوښتنه کړې. په دې اړه بیا د اروپايي ټولنې ګڼو نورو هیوادونو نامعلوم دریځ دغه دوبلیني کډوال له نامعلوم برخلیک سره مخامخ کړي دي.

اتریش د افغانانو د اخراج په اړه سخت دریځ غوره کړی او ویلي يي دي چې اخراج ته به ادامه ورکړي.

نور ولولئ: شپږ اروپايي هیوادونه نه غواړي چې د افغانانو اخراج و دروي

فرانسه یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د نورو هیوادونو د اتباعو په پرته ترټولو ډیر پناه غوښتونکي يي افغانان دي. د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت د شمیر له مخې په ۲۰۲۰ کال کې ټولټال ۹۵۶۰۰ خلکو په فرانسه کې د پناه غوښتنه ثبت کړې وه چې له دې ډلې یوازې ۱۰۱۰۰ تنه يي افغانان و. د دغو افغانانو ډیری د دوبلین په مقرراتو کې راځي چې په نورو اروپايي هیوادونو کې يي د پناه غوښتنه نه منل کیږي او بیا فرانسې ته راځي.

 

نورې ليکنې