قطري چارواکي وایي چې پرون یکشنبه د سپټمبر میاشتې ۱۹مه د یوې الوتکې له لارې ۲۳۶ افغانان، امریکایان او اروپایان له کابل څخه ایستل شوي دي.
له افغانستانه د امریکایي پوځ تر وتلو وروسته دا څلورمه الوتنه ده چې له کابل څخه خلک لېږدوي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې لولوه راشد الخاطر پر خپله ټویټر پاڼه د دغې الوتکې د ویډیو په خپرولو سره لیکلي چې د قطر هوایي شرکت په دغه پرواز کې د جرمني، بلجیم، ایرلنډ، کاناډا، فرانسې، ایټالیا، برتانیا، فنلنډ او هالنډ اتباع هم سپاره ول.
یو بل قطر چارواکي بیا ویلي چې دغه پرواز کې ټولټال ۲۳۶ کسان له کابل څخه ایستل شوي دي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د خلکو د ایستلو تر ټولو لوی عملیات دي.
نوموړي زیاته کړې چې قطر به له نړیوالو ملګرو سره افغانستان کې د خوځښت د ازادۍ په موخه خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي.
ټاکل شوې ده چې له کابل څخه ایستل شوي کسان د قطر پلازمېنه دوحه کې هغه کمپ ته واستول شي چې له افغانستان څخه د ایستل شویو کسانو لپاره ځانګړی شوی دی.
د تېرې اګست میاشتې پر ۱۵مه پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته اروپایي هیوادونو د کابل هوایي ډګر له لارې د خپلو اتباعو او افغانانو د ایستلو لړۍ پیل کړه. د دغو عملیاتو په ترڅ کې تر سلو زرو ډېر کسان له افغانستانه وایستل شول.