انګلیس یا مانش کانال. انځور: رویټرز
انګلیس یا مانش کانال. انځور: رویټرز

د ګواښونو سربېره زیات شمېر مهاجر لا هم د انګلیس کانال یا مانش له لارې برتانیا ته د ورتګ لپاره هڅه کوي. برتانوي چارواکي وایي تېره شنبه د سپټمبر میاشتې پر ۱۸مه یې په وړو بېړیو کې سپاره ۴۲۶ مهاجر نیولي دي.

د برتانیا د کورنیو چارو وزارت وایي تېره شنبه د سپټمبر میاشتې ۱۸مه یې په ۱۴ جلا پېښو کې په وړو کښتیو کې سپاره ۴۲۶ مهاجر نیولي دي.

بي بي سي د برتانیا د کورنیو چارو وزارت له قوله ویلي چې فرانسوي چارواکو په همدغه ورځ کې د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته د ۲۸ تلونکو مهاجرو مخه نیولې ده.

بل پلو د فرانسې د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې پرون یکشنبه د سپټمبر پر ۱۹مه یې د پا دو کالې په دماغه کې ټولټال ۷۶ مهاجر ژغورلي دي.

د برتانیا د کورنیو چارو وزارت له مخې د فرانسې او برتانیا ترمنځ د استخباراتي واحد تر جوړېدو وروسته د ۲۰۲۰ له جولای میاشتې راهیسې ۳۰۰ کسان د کوچنیو کښتیو له لارې د مهاجرو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

له تېرې څه مودې راهیسې د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته د اوښتونکو مهاجرو په شمېر کې زښت زیات ډېروالی راغلی دی. برتانوي چارواکو د سپټمبر میاشتې په پیل کې ویلي وو چې یوازې په څو ورځو کې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان د یاد کانال له لارې دغه هیواد ته اوښتي دي.

د امنیتي تدابیرو او د سمندري سفر د ګواښونو سربېره لا هم زیات شمېر مهاجر د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته د ورتګ لپاره هڅه کوي. 

 

نورې ليکنې