يو شمير ملکي مرستندويه کښتيو د څو وخت جبري توقف وروسته اوس په مديترانه کي د ژغورنې خپل ماموريتونه بېرته پېل کړي دي.
د مرستندويه سازمانونو کښتۍ چي په بندرونو کي توقف کړل سوي وې، ورڅخه يو شمير يې بېرته په مديترانه کي دي. په دې ترڅ کي د اس او اس مديترانې په نوم سازمان د اونۍ په آخره کي خبر ورکړ چي د «اوشين وايکينګ» په نوم کښتۍ يې په دوو بيلو ماموريتونو کي يو شمير انسانان ژغورلي دي. سازمان ويلي چي په دغو دوو ماموريتونو کي يې ۵۸ انسانان چي پکښي يو شمير ماشومان هم شامل دي، د ليبيا ساحل مخي ته له اوبو په امن کړي دي.
د سپتمبر مياشتي له نيمايي راهيسي د «اوشين وايکينګ» په کښتۍ کي د سرې مياشتي او سره صليب د نړيوالو سازمانونو ډله هم ورسره په ماموريت بوخته ده.
د «جيو بارېنتس» په نوم کښتۍ چي د بې سرحده ډاکټرانو د سازمان سره مربوطه ده، هم په مديترانه کي د په مرستندويه ماموريت اخته ده. د «سي واچ۴» کښتۍ هم د يو شمېر بندري کنترول کېدنو وروسته بېرته خوشي کړل سوې ده. يادي کښتۍ په ټويټر کي ليکلي چي ډېر ژر به بېرته د ژغورنې په خپل ماموريت پېل وکړي.
د تيري شنبې په ورځ د آلمان، اتريش او ايتاليې هيوادونو تر ۲۷۰ څخه زياتو مرستندويه سازمانونو د «لاس په لاس کي د بشري حقونو په حق کي انساني ځنځير» تر شعار لاندي متشرک فعاليت تر سره کړ. له شمالي سمندر څخه بيا تر مديترانې پوري په سمبوليکه توګه د انسانانو ځنځير جوړ کړل سو چي يو بل ته يې لاسونه سره ورکړي ول. مرستندويه سازمانونو غوښتل چي په خپل دغه فعاليت سره په مديترانه کي وضعيت ته د خلکو پام واړوي.
د مهاجرت د نړيوال سازمان د معلوماتو پر اساس په روان عيسوي کال کي تر ۱۳۷۰ څخه زيات انسانان د مديترانې له لاري و اروپا ته د مهاجرت په هڅه کي ډوب سوي دي. له دغو څخه ۱۱۰۰ يې د مديترانې په مرکزي مسير کي مړه سوي دي.
آ./ا.ا.