انځور:‌ مراد سزر،‌ رویټرز
انځور:‌ مراد سزر،‌ رویټرز

د ترکیې امنیتي سرچینې وایي د دې هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې لږترلږه ۳۳۵ ناقانونه مهاجر نیولي دي.

د ترکیې امنیتي سرچینو پرون دوشنبه د دې هیواد په بېلابېلو برخو کې د ۳۳۵ ناقانونه مهاجرو د نیول کېدو خبر ورکړ.

په وینا یې د ترکیې ساحلي ساتونکو د ازمیر په چشمې، صفر ایسار او دیکیلي سیمو کې هغه ۱۳۷ مهاجر ژغورلي چې یوناني ځواکونو له خپلو ساحلي‌ اوبو څخه په شا تمبولي وو.

د یو بل خبر له مخې د ترکیې امنیتي ځواکونو صفر ایسار سیمه کې ۸۷ مهاجر نیولي چې غوښتل یې په غیرقانوني توګه اروپایي‌ هیوادونو ته واوړي.

بیا ولولئ: ترکیه: سږ کال تر دې دمه تر ۴۰ زرو ډېر «غیر قانوني» افغان مهاجر نیول شوي

دغه راز د ترکیې ساحلي ساتونکو ایدین ولایت کې ۲۴ تنه نور مهاجر ژغورلي چې د یوناني ځواکونو له خوا د ترکیې پر لور شړل شوي وو.

سرچینو زیاته کړې چې په تېرو درېو ورځو کې د کېرکلارلي ولایت امنیتي ځواکونو هغه ۷۱ افغانان او سوریایان نیولي دي چې په غیرقانوني توګه ترکیې ته داخل شوي وو.

دغو مهاجرو پولیسو ته ویلي چې بلغاریا کې له وهل ټکول کېدو وروسته په زوره ترکیې ته شړل شوي دي.

د قاچاقو ضد ځواکونو دغه راز ارزنجان ولایت کې د ۹ ماشومانو په ګډون ۱۶ بې سنده افغانان نیولي دي. د سرچینې په حواله دغه کسان چې درېو موټرونو کې سپاره ول د ارزنجان - ارزوم پر لویه لاره نیول شوي دي.

بیا ولولئ: د ترکیې ولسمشر وایي چې نشو کولای نورو افغانانو ته پناه ورکړو

چارواکو دا هم ویلي چې د خپلو عملیاتو په ترڅ کې یې لږترلږه ۶ شکمن قاچاق وړونکي هم نیولي دي.

په وینا یې نیول شوي پناه غوښتونکي د مهاجرت ځایي ادارو ته لېږدول شوي دي.

 

نورې ليکنې