د افغانستان د ښځینه فوټبال ټیم غړې او کورنۍ یې تېره یکشنبه پورتګال ته ورسېدلې. دوی چې له اونیو راهیسې یې له افغانستان څخه د وتلو لپاره هڅې کولې پورتګال کې پناه اخیستې ده.
د اسوشیتد پرس د خبر له مخې د افغانستان د ښځینه فوټبال ټیم غړو او کورنیو یې تېره یکشنبه پورتګال ته تر رسېدو وروسته دغه هیواد کې پناه اخیستې ده.
یاد خبري اژانس زیاتوي چې دغه ډله کې ۲۶ فوټبالرانې چې عمرونه یې ۱۴ تر ۱۶ کلونه دي او د دوی د کورنیو غړي شامل دي.
پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته د ښځینه ټیم غړو د اونیو لپاره له افغانستان څخه د وتلو لپاره هڅې کولې. دوی بالاخره تېره یکشنبه وتوانېدلې چې د چارتر الوتکې له لارې پورتګال ته ځان ورسوي.
د یادې ډلې مربي فرخندې مجتبی چې په کاناډا کې اوسېږي او له افغانستانه د یادو کسانو په ایستلو کې یې ونده درلوده اسوشیتد پرس ته ویلي چې دوی خپل کورنه او خپل ټول شیان پرېښودلي دي.
افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ډېری افغانان غواړي چې له هیواده ووځي. که څه هم د تخلیې عملیاتو په ترڅ کې تر سلو زرو ډېر کسان وتوانېدل چې بهرنیو هیوادونو ته ځان ورسوي، خو ګن شمېر افغانان لا هم له خپل هیواد څخه د وتلو لپاره هڅه کوي.