د ملګرو ملتونو د سازمان دوه آژانسونو غوښتنه کړېده چي د بيلاروس يا سپيني روسيې پر سرحد بندو پاتو مهاجرو ته رسيدګي ولري.
د سپيني روسيې سره د پولنډ او ليتوانيا هيوادونو پر پوله يو شمير مهاجر بند پاته دي. پر دغه سرحد څلور مړي هم وموندل سول. د ملګرو ملتونو دوو آژانسونو د يادي پيښي وروسته غوښتنه وکړه چي پر سرحد پاتو دغو مهاجرو ته د رسېدګي امکانات برابر کړل سي.
د مهاجرت له پاره نړيوال سازمان او د مهاجرو آژانس پر اړونده حکومتونو ږغ کړی دی چي کله چي په ناقانونه توګه له سپيني روسيې څخه و خپلې خاورې ته د مهاجرو د ورتګ مخه نيسي، نو په لومړي سر کي پر بشري او نړيوالو حقوقو اتکأ وړي.
دواړو آژانسونو په يوه مشترکه اعلاميه کي د څلورو مړو د موندل کېدنې د قضيې د څېړلو غوښتنه هم کړېده. په دې ترڅ کي «په سمدلاسه توګه» و بندو راغلو مهاجرو ته د رسېدګي ورکولو غوښتنه سوې ده تر څو دغو مهاجرو ته مرستې، غذا، اوبه او د سرپټي امکانات برابر کړل سي. په زياته په داسي حال کي چي ژمی په رانژدې کېدو دی.
د پولنډ او ليتوانيا هيواد اضطراري حالت اعلان کړی دی او سرحد ساتونکي يې سرحدي سيمو ته صرف هغه کسان پرېږدي، څوک چي د دغو سيمو اوسېدونکي وي. د دې تر څنګ امنيتي ځواکونو د سپيني روسيې سره پر سرحد اغزن تار لرونکي کټالې هم لګولي دي.
د پولنډ چارواکو وويل چي د يکشنبې په ورځ يې د سپيني روسيې سرحد ته نژدې په خپله خاوره کي څلور مړي وموندل. د پولنډ د لومړي وزير په وينا اټکل کيږي چي دا مړي به ښايي د داسو مهاجرو وي چي غوښتل يې په ناقانونه توګه له سپيني روسيې څخه پولنډ ته داخل سي. چارواکو اټکل کړی چي دغه کسان به له ستړيا او يخنۍ څخه مړه سوي وي. پولنډي چارواکو ويلي چي پولي ته نژدې د سپيني روسيې پر اړخ يې د يوې مېرمني مړی هم وليد.
د ملګرو ملتونو ياد آژانسونه چي په ژنيوا کي مستقري دي، وايي چي د موندل سوو جسدونو هويت لا تر اوسه ندی تثيبت سوی. خو اټکل کيږي چي دغه مهاجر به عراقيان ول. دغو آژانسونو په خپله مشترکه اعلاميه کي زياته کړېده چي په لويه اندېښنه سره هغه راپورونه تعقيبوي چي له مخي يې ادعاوي کيږي چي پر پوله مهاجر بېرته شړل کيږي. زياته سوې چي يو شمير مهاجر په دغه سيمه کي په داسي حال کي بند راغلي دي چي نه د پناه غوښتنه کولای سي او نه هم ورسره يو ډول مرسته کيږي. په اعلاميه کي راغلي چي دغه مهاجر «په خراب حالت کي و اوبو او هوا ته پرېښودل سوي، هغوی له يخ څخه کړيږي او بعضي يې د اوبو له دلدلونو او چړچوبنو مځکو ژغورل سوي دي.»
له پولې څخه د مهاجرو شړل بېله دې چي ورته د پناه غوښتنې امکان ورکول سي، د نړيوالو حقونو ضد عمل ګڼل کيږي.
د اروپايي اتحاديې غړي هيوادونو ليتوانيا او پولنډ ته په تيرو مياشتو کي په غير عادي توګه زيات شمير مهاجر له سپيني روسيې داخل سوي دي. دواړه هيوادونه د سپيني روسيې پر ولسمشر اليکساندر لوکاشېنکو تور لګوي چي ګواکي په قصد سره مهاجر دغو هيوادونو ته رهنمايي کوي. کله چي اروپايي اتحاديې پر لوکاشېنکو بنديزونه سخت کړل نو نوموړي ګواښ وکړ چي نور به د اروپا پر لور د مهاجرو مخه ونيسي.
آ./ا.ا.