آرشيف انځور: د ليبيا ساحل ته نژدې د مهاجرو د کښتۍ ډوبېدنې قرباني | Photo: EPA/Flavio Gasperini/SOS MEDITERRANEE
آرشيف انځور: د ليبيا ساحل ته نژدې د مهاجرو د کښتۍ ډوبېدنې قرباني | Photo: EPA/Flavio Gasperini/SOS MEDITERRANEE

د هسپانيې د سويلي ولايت المېرا په ساحل کي د مهاجرو ۷ مړي موندل سوي دي. ويل سوي چي جسدونه د الجزاير هيواد سره تړاو لري.

د «ووز دې المېرا» ورځپاڼي د سه شنبې په ورځ راپور ورکړ چي د موندل سوو مهاجرو په جسدونو کي څلور د نارينه ؤ، يو د مېرمنې او يو هم د څلور کلني ماشوم دی خو يو مړی لا نه دی پېژندل سوی. د راپور له مخي د موندل سوو ۷ مړو څخه د ۶ تړاو د الجزاير د هيواد سره دی. 

د آلمان د خبري آژانس په خبر کي راغلي دي چي د مهاجرو دغه مړي د يکشنبې له ورځي راهيسي په اوبو کي ګرځېدل يا اوبو ساحل ته راوړي دي. ياد خبري آژانس د خپل خبر منبع ځايي ورځپاڼه بللې ده.

دا چي ايا د موندل سوو کسانو مړي ټول د يوې ډوبي سوي کښتۍ د سپرليو دي که نه، لا نده روښانه سوې. د «ووز دې المېرا» ورځپاڼي ليکلي دي چي دا هم ممکنه ده چي دغه انسانان و ساحل ته نژدې د قاچاق وړونکو له خوا مجبوره کړل سوي وي چي اوبو ته کښته سي او ښايي بيا وروسته ډوب سوي وي. انساني قاچاق وړونکي د تېز رفتاره کښتيو په مرسته له الجزاير څخه د هسپانيې سواحلو ته مهاجر انتقالوي. 

که څه چي تېز رفتاره کښتۍ د لرګينو کښتيو په پرتله د سفر له پاره زياتي خوندي تصور کيږي، خو قاچاق وړونکي دغه تېزرفتاره کښتۍ د امکان تر حده ساحل ته نه نژدې کوي. په زياتو مواردو کي هغوی و ساحل ته نژدې مهاجر اوبو کي ايله کوي چي ځان پخپله وچي ته ورسوي.

د الجزاير او د هسپانيې د المېربا تر منځ په مديترانه کي سمندري لاره تقريبا ۲۰۰ کلومتره ده. دغه لاره له الجزاير څخه اروپا ته د مهاجرت کوونکو مرکزي مسير ګڼل کيږي. 

يادي هسپانوۍ ورځپاڼي ليکلي دي چي د تيري اونۍ د آخري راهيسي په ۳۱ بيلو کښتيو کي ۳۶۷ مهاجر د المېريا ساحل ته رسېدلي دي. 

د مهاجرت د نړيوال سازمان په وينا يوازي په روان عيسوي کال کي تر جولای مياشتي پوري د مديرانې په لوېديځه دغه برخه کي ۱۴۹ انسانان ډوب سوي ول. اندېښنه سته چي د ډوبو سوو مهاجرو اصلي شمېرې به لا زياتي وي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې