انځور:‌ کرییتېو کامنز
انځور:‌ کرییتېو کامنز

د ځایي رسنیو په حواله برتانوي چارواکو پر ۶ کسانو د مهاجرو د قاچاق تور لګولی دی.‌ په وینا یې دوی په سلګونو کردي عراقیان برتانیا ته قاچاق کړي دي.

دغه کسان چې عمرونه یې ۲۷ تر ۴۷ کلونه دي او د برتانیا د لنډن او شمال ختیځ څخه دي په ۲۰۱۸ کې نیول شوي وو.

ټاکل شوې چې دوی راتلونکې پنجشنبه د نیو کاسل محکمې ته حاضر شي.

دوی په دې تورن دي چې د یوې داسې کردۍ شبکې غړیتوب یې درلود چې له هر یو مهاجر څخه ۵۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰ یورو اخیستلې.

بي بي سي د برتانیا د جرایمو د ملي ادارې د څارنې سیمه ییز مشر مارک سپورس له قوله وایي چې یاد کسان تر «اوږدو او پیچلو پلټنو» وروسته تورن پېژندل شوي دي. دغو پلټنو کې برتانیا، فرانسې،‌ بلجیم او هالنډ ونډه درلوده. 

 

نورې ليکنې