له ارشیف څخه. انځور: ولي سباوو، پېکچر الاینز
له ارشیف څخه. انځور: ولي سباوو، پېکچر الاینز

یوناني چارواکو پرون چهارشنبه وویل چې د افغانستان پارلمان شپږ ښځینه استازې او کورنۍ یې دغه هیواد ته رسېدلې دي. په وینا یې دوی به د لنډې مودې لپاره یونان کې وي او وروسته بیا به امریکا کې مېشتې شي.

د یونان د بهرنیو چارو وزارت پرون چهارشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو وویل، یونان په «سمبولیکه» توګه د بنسټیزو ارزښتونو، د وینا ازادۍ او د جنسي مساواتو د یو شمېر مدافعانو هرکلی کوي. یاد وزارت زیات کړې چې دغه ډله د ګرجستان پلازمېنې تفلیس له لارې اټن ته رسېدلې ده.

د بهرنیو چارو وزارت د یادو استازو هویت نه دی په ډاګه کړی. 

خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې نوموړي استازې او کورنۍ به یې د لنډې مودې لپاره یونان کې وي او وروسته بیا به امریکا کې مېشتې شي.

سرچینې زیاته کړې چې دوی د زکا خان سازمان په مرسته له افغانستان څخه ایستل شوې دي.

پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته یونان له افغانستان څخه د بهرنیانو او افغانانو د ایستلو په عملیاتو کې ونډه درلوده.

بیا ولولئ: د افغانستان د ښځینه فوټبال ټیم غړو پورتګال کې پناه اخیستې ده

د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې په حواله نن سبا یونان کې د افغان مهاجرو او پناه غوښتونکو شمېر ۴۰۰۰۰ تنو ته رسېږي چې دغه هیواد کې د کډوالو تر ټولو لویه برخه جوړوي.

 

نورې ليکنې