یونان کې بند پاتې مهاجر. انځور: پېکچر الاینز، جوکر، تي، ګیورګیف
یونان کې بند پاتې مهاجر. انځور: پېکچر الاینز، جوکر، تي، ګیورګیف

د بشري حقونو مدافع بنسټونه یونان کې د ماشومو کډوالو د زدکړې په هکله اندېښنې ښيي. که څه هم یونان اړ دی چې ټولو ماشومو کډوالو ته د زدکړې زمینه برابره کړې، خو په هرکلي مرکزونو کې د ماشومو مهاجرو له ډلې ۱۵ سلنه یې ښوونځي ته ځي. سېف دې چلدرېن او د یونان د مهاجرو شورا زیاتوي چې یوناني ټاپوګانو کې د ماشومو مهاجرو له ډلې یوازې ۰،۳ سلنه یې ښوونځي ته تللی شي.

د سپتمبر پر ۱۳مه یوناني زده کوونکي ښوونځي ته ولاړل. د رسمي شمېرو له مخې داسې اټکل کېده چې سږ کال ۲۶۰۰۰ ماشومو کډوالو ته هم د زدکړې زمینه برابره شي، خو په واقعیت کې ښوونځي ته د تلونکو ماشومو مهاجرو شمېر خورا کم دی. د دغو کسانو له ډلې څخه یوازې یو پر دریمه برخه یې ښوونځي ته تللی شي. په ۲۰۲۰ کې د کورونا ویروس له امله لږو ماشومانو لومړنیو زدکړو ته لاسرسی درلود.

د یونان د مهاجرو شورا او سېف دې چلدرېن د سپټمبر پر ۱۵مه د یو راپور په خپرولو سره هغه ستونزې او خنډونه رابرسېره کړل چې ماشوم مهاجر ورسره مخ دي. دغو سازمانونو له یوناني چارواکو څخه غوښتي دي چې ماشومو مهاجرو ته دې د لومړنیو زدکړو زمینه برابره کړي.

تېر کال د د کورونا ویروس له امله د مهاجرو پر تګ راتګ لګول شويو محدودیتونو د ماشومانو د تعلیم په مخ کې خنډ جوړ کړی و.

ماشومو کډوالو د ښوونځیو د تړل کېدو او د انټرنټ د نشتوالي له کبله کابو یو کال زدکړې ته لاسرسی نه درلود. سېف دې چلدرېن او د یونان د مهاجرو شورا په خپل راپور کې وایي، د ګرځبندیز په وخت کې کله چې ښوونځي پرانیستي وو د کمپ چارواکو لګول شوي بندیزونه په متفاوته توګه تفسیر کاوه. په وینا یې ماشومو کډوالو اجازه نه درلوده چې ښوونځي ته د تلو لپاره له کمپه ووځي.

«د کورونا له امله وضعیت نور هم خراب شو»

بل پلو د سېف دې چلدرېن غړی دانیل ګوروان کډوال نیوز ته وایي: «وضعیت ښه نه و، خو د کورونا له امله نور هم خراب شو.»

راپور کې د ښوونکو پر کموالي هم ټینګار شوی دی. د دانیل ګوروان په خبره: «د اروپایي هیوادونو له ډلې یونان هغه هیواد دی چې د ماشومانو لپاره زیات شمېر ښوونکي لري.» یونان کې ۹،۲ ماشومانو ته یو ښوونکی ځانګړی شوی دی خو فرانسه کې هر یو ښوونکی د ۱۹،۲ ماشومانو زدکړو ته رسیدګي کوي.

بل خنډ: حمل او نقل. د دواړو سازمانونو په حواله د مهاجرو د کمپونو ادرس موندل د ماشومانو د زدکړې مخ ته خنډ جوړوي. په وینا یې: «د مهاجرو استوګنځي په معموله توګه لرو پرتو سیمو کې واقع شوي او د ماشومو کډوالو حمل او نقل یو جدي خنډ دی.» دوی ریتسونا کمپ ته اشاره کوي چې د ار اس اې سازمان په حواله د ۲۰۲۱ په اپریل میاشت کې یوازې درې سرویسونه د دغه کمپ د زده کوونکو د حمل او نقل ته ځانګړي شوي وو.

«د سیاسي ارادې نشتوالی»

د بشري حقونو څار سازمان کې د ماشومانو د حقونو مسول بېل وان اسوېلد کډوال نیوز ته وایي چې «د سیاسي ارادې او د مسولیت نشتوالی» د دې وضعیت سبب شوی دی، «نه د منابعو نشتوالی.»

نوموړی زیاتوي: «د یوې ټولنې راپور ښيي چې یونان تېر کال د مهاجرو د ادغام په برخه کې د اروپایي کمیسیون له خوا ورکړل شوې پیسې نه دي مصرف کړې. دا په داسې حال کې ده چې د ماشومانو د حقونو د منځګړ په حواله ټاپوګانو کې هېڅ ماشوم ښوونځي کې نوم لیکنه نه وه کړې.»

هغه وایي: «چارواکي تل وایي چې ماشوم مهاجر د اوږدې مودې لپاره په یو ځای کې نه اوسېږي او نورو کمپونو ته ځي. نو ځکه د دوی کورنۍ زدکړې ته علاقه نه ښيي. دا سمه ده چې هېڅوک نه غواړي میاشتې او کلونه په ټاپوګانو کې تېر کړي، خو واقعیت دا دی چې دوی هلته ایسار پاتې دي.»

بیل وان اسوېلد ټینګار کوي: «هغه ماشومان چې کمپونو کې اوسېږي لومړنیو زدکړو ته لاسرسی نه لري. دولت تر اوسه هېڅ کوم پلان نه لري چې دغو ماشومانو ته د زکړې زمینه برابره کړي.»

د ماشومو مهاجرو له حقونو سرغړونه

د ښاغلي اسوېلد په حواله دې برخه کې اروپایي ټولنه هم مسولیت لري. نوموړی وایي: «سږ کال اروپایي کمیسیون له یونان سره د تړلو کمپونو د جوړولو لپاره مالي مرستې وکړې... خو که څه هم یونیسف یونان کې د ماشومانو د زکړې لپاره پروګرام جوړ کړی دی، یاد کمیسیون ورسره مرسته نه کوي.»

تېره جولای میاشت د بشري حقونو څار سازمان ویلي وو چې اروپایي کمیسیون له ۲۰۱۵ راهیسې د «کډوالۍ د مدیریت» لپاره له یونان سره د ۳،۴ میلیارده یورو په ارزښت مرستې کړې چې یوه برخه یې زدکړو ته او ۶۲۵ میلیونه یورو بین الفرهنګي ښوونځیو ته ځانګړې شوې دي.

د اروپا د ټولنیزو حقونو کمیټې د ۲۰۲۱ په جنورۍ کې وویل چې یونان په خپلو ټاپوګانو کې د ماشومو مهاجرو له حقونو څخه سرغړونه کړې ده. یادې کمېټې د ۲۰۱۹ په می میاشت کې ویلي وو چې دغه هیواد د زدکړې د زمینې د برابرولو لپاره لپاره چټک تدابیر نه دي نیولي.

 

نورې ليکنې