د پاریس د هرکلي او د ازمایلو مرکز. انځور: کډوال نیوز، له ارشیف څخه
د پاریس د هرکلي او د ازمایلو مرکز. انځور: کډوال نیوز، له ارشیف څخه

د ۲۰۲۲ د بودیجې د لایحې له مخې فرانسه په پام کې لري چې د اړمنو مهاجرو د اوسېدو لپاره ۸۰۰ نوي ځایونه جوړ کړي.

د ۲۰۲۲ د بودیجې د لایحې له مخې چې تېره چهارشنبه د سپټمبر ۲۲مه خپره شوه، د فرانسې حکومت په پام کې لري چې په راتلونکي کال کې د اړمنو مهاجرو د اوسېدو لپاره ۸۰۰ لنډمهالې سرپناوې جوړې کړې.

د لایحې په متن کې راغلي چې دغه سرپناوې «تر ټولو اړمنو کسانو» ته ځانګړي شوې دي. اړمن کسان معمولا ښځو،‌ کورنیو، معلولینو او معیوبینو او یا هغو کسانو ته وایي چې فرانسوي ژبه یې نه ده زده.

په ورته مهال د فرانسې د کډوالۍ او ادغام ادارې یا اوفي مشر دیدیې لسکي دا یوه ښه خبره بولي.‌ نوموړی زیاتوي: «دولت هڅه کوي چې لنډمهالې سرپناوې جوړې کړي ترڅو مهاجر وتوانېږي په خپلو پښو ودرېږي.»

دغه سرپناوې معمولا هغو کسانو ته ورکول کېږي چې قبولي یې ترلاسه کړې ده.‌ خو د دیدیې لسکي په خبره «مهم دی چې دغه مهاجر له بېړنیو سرپناوو څخه دایمي او خپلواکو سرپناوو ته ولېږدول شي.»

دمګړۍ د فرانسې د هرکلي د ملي سیستم (DNA) په چوکاټ کې ۲۳۰۰۰ کسانو ته سرپناه برابره شوې ده.‌ دغه سیستم کې کادا یا د پناه غوښتونکو د هرکلي‌ مرکز، د پناه غوښتونکو د هرکلي بېړني مرکزونه او سي پي اچ یا لنډمهالې سرپناوې شاملې دي. ټولنیزو کورونو کې د ځای د نشتون له کبله هر مهاجر په متوسطه توګه ۵۵۰ ورځې په دغو سرپناوو کې اوسېږي. نو له همدې کبله پناه غوښتونکي سرپناوو ته لاسرسی نه لري.

د ۲۰۲۲ د بودیجې د لایحې له مخې ټاکل شوې چې د هرکلي‌ او ازموینې په مرکزونو کې به ۱۵۰۰ ځایونه او کادا کې به ۳۴۰۰ نور ځایونه پرانیستل شي، خو په دې شرط چې له پناه غوښتونکو سره د مالي مرستو کچه له ټاکل شوې اندازې څخه زیاته نه وي.

د امانویل مکرون د واکمنۍ له پیل راهیسې د «مهاجرت،‌ پناه غوښتنې او ادغام» بودیجه هر کال مخ په لوړېدو ده.‌ سږ کال د کډوالۍ په بودیجه کې ۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.‌

 

نورې ليکنې