فرانسوي ځواکونه ګراند سنت کمپ کې. انځور: یوتوپیا ۵۶
فرانسوي ځواکونه ګراند سنت کمپ کې. انځور: یوتوپیا ۵۶

فرانسوي ځواکونو تېره پنجشنبه ګراند سنت ښار کې د مهاجرو یو لوی کمپ وتاړه. خو سازمانونه وایي چې چارواکو د کمپ‌ ټولو اوسېدونکو ته سرپناه نه ده برابره کړې. دوی زیاتوي چې د پنجشنبې په شپه د مهاجرو یوې ډلې پخواني کمپ ته نږدې نوی پنډغالی جوړ کړی دی.

تېره پنجشنبه د سپټمبر ۲۳مه د فرانسې په ګراند سنت ښار کې د مهاجرو اصلي کمپ وتړل شو.‌ له تېرې اپریل میاشتې راهیسې دغه کمپ کې ۸۰۰ هغو مهاجرو ژوند کاوه چې لږ مخکې له پیوتوک ځنګل څخه شړل شوي ول. د سازمانونو په حواله یاد پنډغالی د کالې پخواني مهاجر کمپ ته ورته و چې «ځنګل» نومېده.

دغه کمپ کې تر ډېره کردان،‌ افغانان،‌ پاکستانیان او د افریقا د سوېلي هیوادونو اتباع اوسېدل. 

د ګراند سنت کمپ د خالي کولو عملیاتو کې فرانسوي ځواکونو، د ښاروالۍ کارکوونکو او د صفایۍ د یو شرکت کارګرو ګډون درلود.

«مهاجر و نه توانېدل خپل وسایل راټول کړي»

په ورته مهال ګراند سنت کې د یوتوپیا ۵۶ سازمان غړې ماري شاپیل کډوال نیوز ته وایي:‌ «دوی د ښځو او ماشومانو په ګډون ټول مهاجر دې ته اړ کړل چې له کمپه ووځي.» 

په وینا یې چارواکو د مهاجرو خیمې او ترپالونه راټول کړل او کثافت دانیو ته یې واچول. نوموړې زیاتوي چې دغه عملیات په ډېره چټکۍ سره ترسره شول او ډېری مهاجر و نه توانېدل چې خپل وسایل راټول کړي. 

«دوی نه پوهېدل چې چېرته ورشي»

د بشري حقونو څار او د یوتوپیا ۵۶ سازمانونو په حواله د سیمې قومندانۍ هرکلي‌ مرکزونو ته د مهاجرو د انتقالولو لپاره یوازې څلور سرویسونه چمتو کړي‌ ول. د ماري شاپل په وینا: «دوی وایي‌ چې مهاجرو ته د سرپناه برابرولو لپاره یې عملیات ترسره کړي، خو یوازې ۷۰ کسانو ته یې سرپناه برابره کړې او بس.»

پاتې مهاجر کمپ ته څېرمه سرګردانه ول. سلګونو نورو چې کوچني ماشومان یې هم درلودل د سړک پر غاړه انتظار کاوه. ماري شاپل وایي:‌ «دوی نه پوهېدل چې چېرته ورشي، چا ورته هېڅ ډول معلومات نه وو ورکړي.»

«دولتي تاوتریخوالی»

له دغو عملیاتو لږ وروسته د پنجشنبې په شپه د مهاجرو یوې ډلې پخواني کمپ ته نږدې نوی پنډغالی جوړ کړ.

ماري شاپل د کمپ‌ د تخلیې پر عملیاتو نیوکه کوي او وایي چې دا د «ترهګرۍ سیاست» بېلګه ده.

کډوال نیوز هڅه وکړه چې په دې هکله د ګراند سنت ښاروالۍ او د شمال د قومندانۍ نظرونه هم واخلي، خو بریالی نه شو.

تېره می میاشت د بشري حقونو څار سازمان په یوه راپور کې ویلي وو چې په ۲۰۲۰ کې ګراند سنت کې ۹۱ ځله د کمپونو د خالي کولو عملیاتونه ترسره شوي دي.‌ راپور کې زیاته شوې وه چې ۳۵۷ بسترونه او تر ۲۰۰۰ زیاتې خیمې او ترپالونه هم ضبط شوي دي. یاد سازمان دا د «دولتي تاتریخوالي» نښه بللې وه.

 

نورې ليکنې