انځور: پېکچر الاینز، له ارشیف څخه
انځور: پېکچر الاینز، له ارشیف څخه

رسنیو د دایکندي د ګېزاب ولسوالۍ له ځینو کلیو د ځایي اوسېدونکو د جبري کډه کولو د لړۍ د پیل خبر ورکړی دی. دوی د خلکو له قوله وایي چې په لومړي پړاو کې ۴۰۰ کورنۍ د دایکندي د ګیزاب ولسوالۍ له کندیر کلي څخه کډه کولو ته اړ شوې دي. په وینا یې تګاب دار او نوآباد کلیو کې هم نږدې ۳۰۰ کورنیو خبرداری ترلاسه کړی چې خپلې سیمې دې پرېږدي.

ځایي رسنیو د دایکندي د ګېزاب ولسوالۍ له ځینو کلیو د خلکو د جبري کډه کولو بهیر د پیل خبر ورکړی دی. د هشت صبح ورځپاڼې د یو راپور له مخې په لومړي پړاو کې د کندیر کلي څخه ۴۰۰ کورنۍ کډه کولو ته اړ شوې دي. ورځپاڼې زیاته کړې چې دغو کورنیو شاوخوا کلیو، دښتونو او یا د کندهار ځینو سیمو ته یې پناه وړې ده.

د دایکندي د پاتوی ولسوالۍ یو متنفذ د خپل نوم د نه ښودلو په شرط یادې ورځپاڼې ته ویلي چې لوره شیو او تګابدار سیمو کې ۱۵ کلي تر دعوا لاندې دي او په لومړي پړاو کې د کندیر کلي اصلي اوسېدونکي کډه کولو ته اړ شوي دي.

بل پلو اطلاعات روز ورځپاڼه د دغه چارواکي له قوله وایي، طالبانو «په غیابي توګه» پرېکړه کړې ده او خلکو ته یې امر کړی چې د خپلو کرنیزو محصلاتو د انتقالولو اجازه نه لري.

تر دې دمخه د نوآباد او بالاسر تګابدار کلیو اوسېدونکو ویلي وو څه د پاسه څلوېښت کاله کېږي چې دوی دغه سیمه کې اوسېږي خو تر اوسه چا د دوی د جایدادونو پر سر د ملکیت ادعا نه وه کړې. خو افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ځینو پښتنو د وسله ییزو طالبانو په ملاتړ د دغو ځمکو پر سر د ملکیت ادعا کړې ده.

ورځپاڼې د یو ځایي چارواکي له قوله ویلي چې تګابدار او نوآباد کلیو کې ۳۰۰ کورنیو لس ورځې مخکې خبرداری ترلاسه کړی و چې تر ۹ ورځو باید خپلې سیمې پرېږدي او بل ځای ته ولاړې شي. چارواکو دا هم ویلي چې د جمهور خان په نامه د یوې پوځې قطعې قومندان چې دمګړۍ د طالبانو له والي سره کار کوي د یادو کورنیو پر وړاندې دعوا کړې ده. ویل کېږي چې نوموړی د دایکندي ولایت لپاره د طالبانو د والي مرستیال په توګه نومول شوی دی.

بل پلو د ګېزاب ولسوالۍ ځینو مخورو ویلي له تګاب دار کلي پرته چې د خلج سیمې د یو سیمه ییز خان تر دعوا لاندې دی نورو کلیو کې کوچیانو او د چهارچینو او ګېزاب ولسوالیو پښتون توکمو اوسېدونکو د ملکیت دعوا کړې ده. د یو ځایي چارواکي د مالوماتو له مخې د سیمې اصلي اوسېدونکي د طالب ملېشو په مرسته جبري کډوالۍ ته اړ ایستل کېږي. خو په وینا یې ادعا کوونکي هېڅ ډول قانوني اسناد نه لري.

اطلاعات روز ورځپاڼې د سرچینو له قوله زیاته کړې، داسې ګومان کېږي چې نږدې ۲۰۰۰ نورې کورنۍ به د دایکندي له حاصل خېزو سیمو څخه کډوالۍ ته اړ ایستل شي.

څو ورځې مخکې د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي وو چې «طالبانو خپل ضربتي ځواکونه کندیر او دهن ناله سیمو ته دننه کړي، هزارګان له خپلو سیمو کډه کولو ته اړ باسي او ځمکې یې د طالبانو پلویانو ته وېښي». نوموړي زیاته کړې وه چې ۸۰۰ کورنۍ د دایکندي لپاره د طالبانو د والي امین الله زبیر د پرېکړې له مخې له خپلو سیمو څخه کډه کولو ته اړ کېږي.

طالب سرچینې بیا د دغه خبر په ردولو سره وایي چې دا «تبلیغات» دي. د دایکندي لپاره د طالبانو امنیه قومندان مولوي صدیق الله عابد هشت صبح ورځپاڼې ته ویلي چې وروستي جنجالونه یوه حقوقي مسله ده. نوموړي زیاته کړې چې هغه کسان چې د خلکو ځمکې یې غصب کړې وې او اوس «قضا» امر کړې چې حق حقدار ته ورسېږي، دوی تبلیغات کوي. 

 

نورې ليکنې