موټرونه د لنډن یو پمپ سټېشن مخې ته. انځور: رویټرز، هانري نیکولز، د سپټمبر ۲۶مه
موټرونه د لنډن یو پمپ سټېشن مخې ته. انځور: رویټرز، هانري نیکولز، د سپټمبر ۲۶مه

د برتانیا حکومت اعلان کړی چې د تېلو او خوراکي توکو د کموالي سره د مبارزې لپاره ۱۰۵۰۰ اروپایي کارګرو ته ویزه ورکوي. دغه ویزې به د ۲۰۲۱ د اکټوبر تر ډېسمبر میاشتې پورې اعتبار ولري.

د برتانیا حکومت دغه هیواد کې د تېلو او خوراکي توکو د کموالي سره د مبارزې لپاره ۱۰۵۰۰ اروپایي کارګرو ته د لنډمهالې ویزې د ورکولو اعلان کړی دی. ټاکل شوې ده چې لارۍ چلوونکو ته به ۵۰۰۰ لنډمهالې کاري ویزې او د مرغدارۍ د صنایعو کارګرو ته به ۵۵۰۰ نورې ویزې ورکړل شي.

په تېرو څو ورځو کې برتانیا کې د تېلو پمپ سټېشنونو او د خوراکي توکو مغازو مخې ته اوږدو لیکو د خلکو اندېښنې راپارولې دي.

د برتانیا د ترانسپورت وزیر ګرانت شاپس پرون یکشنبه وویل چې هیواد یې د تېلو له کموالي سره مخ نه دی، خو تنقید کوونکي بیا د کریسمس په درشل کې د نفتي موادو او خوراکي توکي د کموالي په هکله اندېښنې څرګندوي.

د برتانیا د ترانسپورت فدراسیون له مخې د برګزیت یا له اروپایي ټولنې څخه د دغه هیواد تر وتلو وروسته برتانیا د ۱۰۰ زرو لارۍ چلوونکو له کموالي سره مخ ده.

د برتانیا حکومت دغه راز ویلي چې یو میلیون لارۍ چلوونکو ته یې لیکونه استولي او دوی یې هڅولي چې خپل کار ته ادامه ورکړي.

بي بي سي راپور ورکوي چې له برګزیت نه مخکې لارۍ چلوونکو په اسانۍ سره برتانیا ته سفر کاوه، خو دمګړۍ اداري پروسه ډېره پیچلې او ستونزمنه شوې چې له امله یې ډېری لارۍ چلوونکي نه غواړي چې دغه هیواد ته سفر وکړي. 

 

نورې ليکنې