پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته سلګونه هغه افغانان چې د درملنې لپاره هند ته تللي وو دغه هیواد کې بند پاتې دي. پر خواله رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې دغه افغانان په خورا سختو شرایطو کې ژوند تېروي او له جدي ستونزو سره مخامخ دي.
د اګست پر ۱۵مه کابل کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته زیات شمېر هغه افغانان چې ډېری یې د درملنې لپاره هند ته تللي وو دې هیواد کې ایسار پاتې دي. د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې ډېری دغه کسان د مالي او اداري ستونزو سره مخ دي.
طلوع نیوز په یو راپور کې وایي داسې یو لېست یې ترلاسه کړی چې له مخې یې ۶۳۵ افغانان له څلوېښتو ورځو راهیسې هند کې بند پاتې دي او د سوداګریزو الوتنو د نشتوالي له کبله افغانستان ته بېرته ستنېدلی نه شي.
کریم الله په دغه ویډیویي راپور کې وایي: «هیله کوو چې غوښتنې ته مو پام وشي. دلته جنازې لرو. ځینې کسان له مالي ستونزو سره مخ دي.»
د افغانستان یوه بله اوسېدونکې له چارواکو څخه غوښتنه کوي چې بند پاتو افغانانو ته دې خپلې خاورې ته د بېرته ستنېدو زمینه برابره کړي.
بل پلو دویچه وېله په یوه راپور کې وایي چې د اګست له ۱۵مې راهیسې د ناروغانو په ګډون نږدې ۱۵۰۰ افغانان هند کې بند پاتې دي.
څو ورځې مخکې پر ټولنیزو شبکو په یوه خپره شوې ویډیو کې ځینو افغانانو افغانستان ته د بېرته ورتګ د زمینې د برابرولو غوښتنه کوله.
د کابل اوسېدونکی شیرین آغا په دغه ویډیو کې وایي: «زه د خپل درې کلن ماشوم د درملنې په موخه یوازې د دوو ورځو لپاره [هند ته] راغلی وم. خو د کابل تر سقوط وروسته لاره بنده شوه. اوس یوه نیم میاشت کېږي چې ماشوم مې له خپلې مور پرته ژوند کوي. د هند حکومت پروازونو ته اجازه نه ورکوي.»
هند کې بندې پاتې افغانې خبریالې راضیې موسوي دویچه وېلې سره خبرو کې ویلي چې یاد افغانان په قانوني توګه هند ته سفر کړی او غواړي چې بېرته افغانستان ته ولاړ شي. په وینا یې:«غوښتنه مو دا ده چې ډېر ژر موږ ته د بېرته ستنېدو زمینه برابره شي. ډېری افغانان د کرایې د ورکولو او د خوراکي توکو د اخیستلو مالي توان نه لري.»
کابل کې د طالبانو تر ورتګ وروسته ملکي الوتنې ودرول شوې. که څه هم پرون دوشنبه طالب سرچینو وویل چې د کابل هوایي ډګر پروازونو ته چمتو شوی دی، خو وضعیت لا هم نورمال نه دی.