د ناروې د کډوالۍ ادارې مشر وايي چې د سخت ژمي په راتلو سره سلګونه زره بې ځایه شوي افغانان بیړنۍ سرپناه، خواړه او نورو بشري مرستو ته اړتیا لري. یاده اداره غواړي چې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې بې ځایه شویو کورنیو ته بشري مرستې وویشي.
د ناروې د کډوالۍ ادارې ( ان ار سي) مشر جان ایګلند چې د شنبې په ورځ د سپتمبر په ۲۶ مه يي د بشري مرستو او له طالب چارواکو سره د خبرو په موخه افغانستان ته سفر کړی وايي چې د جګړو بې ځایه شوې کورنۍ راتلونکو اونیو کې د خوراک لپاره څه نه لري. نوموړی په کابل کې د بې ځایه شویو له یو کمپ څخه د لیدنې پر مهال ویلي چې دوې د سخت ژمني په راتلو سره له سختو ګړاوونو سره مخامخ دي.
یادې ادارې د ښاغلي جان ایګلند له قوله په یوه بیانیه کې لیکلي:« لسګونه زره بې ځایه شوي راتلونکو اونیو کې بیړنۍ سرپناه، غذا او ګرمو جامو ته اړتیا لري. دا مهال له هرو دریو افغانانو څخه یو تن يي نه پوهیږي چې په راتلونکي کې به له کومه ځایه غذا ترلاسه کړي.»
جان ایګلند د خپل سفر پر مهال په کابل کې د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني سره په کتنه کې ژمنه کړې چې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې به بې ځایه شویو سره بشري مرستې ترسره کړي. نوموړی د کډوالو چارو له وزارت څخه په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې.
بل پلو بیا د کډوالو چارو وزارت ویلي چې یادې مرستې باید له دوې سره په همغږۍ ترسره شي.
له دې سره د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان هم په افغانستان کې د بې وزلۍ او قحطۍ په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره ویلي چې ۹۷ سلنه افغانان غذايي خوندیتوب نه لري.
«که افغانې نجونې ښوونځي ته ولاړ نه شي نو افغانستان به یو ریښتینی راتلونکی و نه لري»
د ناروې د کډوالۍ ادارې مشر جان ایګلند پر طالبانو غږ کوي چې که افغانې نجونې ښوونځي ته ولاړ نه شي نو افغانستان به یو ریښتینی راتلونکی و نه لري. نوموړی وايي چې مونږ د ښځو په ګډون خپلو ټولو کارمندانو ته اړتیا لرو تر څو په بیړنیو حالاتو کې د خلکو ستونو ته رسیدنه وکړي او ولایتونو ته سفرونه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په دې وروستیو کې یوازې د نارینه وو ښوونځیو د پرانیستلو اعلان وکړ خو د نجونو ابتداییه ښوونځي لاهم تړلي دي چې دغه کار د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو لخوا په کلکه و غندل شو او له طالبانو و غوښتنه و شوه چې د نجونو ښوونځي دې پرانیزي.
جان ایګلند وايي چې مرستندویان باید د ماشومانو، میرمنو او نارینه وو لپاره د عاجلو مرستو په موخه په چټک او اغیزمن ډول پر چمتوالي تمرکز وکړي تر څو افغانستان له اقتصادي بحران څخه و ژغورل شي.
نور ولولئ: اروپايي ټولنې له افغانستان سره د ۱۰۰ میلیونه یورو نورو بشري مرستو اعلان وکړ
د یادولو ده چې روانې میاشتې په نیمايي کې د جنیوا په کنفرانس کې نړیوالو په افغانستان او سیمه کې له هغو افغانانو سره چې د بشري ناورین سره مخامخ دي د ۱،۲ ملیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه.