مانش کانال کې د بریتانیايي ځواکونو لخوا د کډوالو ژغورل. انځور: Picture alliance
مانش کانال کې د بریتانیايي ځواکونو لخوا د کډوالو ژغورل. انځور: Picture alliance

د یکشنبې په ورځ بریتانیا ته د سمندر له لارې د ۶۶۰ نویو کډوالو له رسیدو سره، سږ کال د تیر پوره کال په پرتله دغه هیواد ته د کډوالو د رسیدو شمیر دوه برابرو ته لوړ شو.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د یکشنبې په ورځ د سمپتمبر په ۲۶ مه ۶۶۹ تنه په ۲۲ وړو کښتیو کې د مانش کانال د اوبو له لارې ځانونه بریتانیا ته رسولي دي. د سمندر بل لورې ته بیا فرانسوي چارواکي د ۱۹۷ کډوالو د اوښتو مخه نیولې چې غوښتل يي بریتانیا ته واوړي.

بی بی سي خبر ورکړی چې د روان کال له پیل څخه تر دې مهاله له ۱۷۰۶۳کډوال  په وړو کښتیو کې د مانش له کانال څخه بریتانیا ته ځانونه رسولي دي. دا په داسې حال کې ده چې تیر ۲۰۲۰ کال کې بیا دغه شمیره ۸۴۶۰ تنه و.

د بریتانیا دولت وايي چې انساني قاچاقچیانو ته به د حد اکثر حبس سزا ورکړي.

د بریتانیا یو سمندری چارواکی دان اوماهوني ویلي:« دولت هوډ لري چې د هرې وسیلي په کارولو سره چې په اختیار کې لري، د سفر په هر پړاو کې د خلکو د اوښتو له ډیریدو سره مقابله وکړي.»

نور ولولئ: مانش: یوازې په یوه ورځ کې له ۱۶۰ څخه زیات کډوال بریتانیا ته رسیدلي

له فرانسې څخه بریتانیا ته په ناقانونه ډول د کډوالو د اوښتو شمیر له ډیریدو سره  پاریس او لندن په دې وروستیو کې د دغو کډوالو د مخنیوي لپاره یو تړون لاسلیک کړ.

د فرانسې کورنیو چارو وزارت د اکتوبر په میاشت کې خبر ورکړ چي بریتانیا د فرانسې سمندري ځواکونو ته پیسې ورکوي چي له مانش کانال څخه د ناقانونه کډوالو د تیرېدو مخه ونیسې.

یوازې د سپتمبر په میاشت کې له ۴۶۰۰ څخه ډیر مسافر په دې بریالي شوي چې له فرانسې څخه په ناقانونه ډول ځانونه بریتانیا ته ورسوي.

مانش د فرانسې او بریتانیا ترمنځ د نړۍ یو له خطرناکو او ګڼې ګوڼې ډک سمندري لارو څخه دی چې یو شمیر کډوال هڅه کوي چې له دغې لارې د انساني قاچاقچیانو په مرسته ځانونه بریتانیا ته ورسوي.

 

نورې ليکنې