د اګست پر ۲۸مه ۴۱ افغان مهاجر له یونان څخه پورتګال او ۱۱ تنه نور فرانسې ته انتقال شول. انځور:‌ رویټرز، الکیس کنستانتینیدیس
د اګست پر ۲۸مه ۴۱ افغان مهاجر له یونان څخه پورتګال او ۱۱ تنه نور فرانسې ته انتقال شول. انځور:‌ رویټرز، الکیس کنستانتینیدیس

یوناني چارواکي‌ وایي چې پرون سه شنبه د سپټمبر ۲۸مه د مهاجرو د بیا مېشتونې پروګرام په چوکاټ کې ۴۱ افغان مهاجر له دغه هیواد څخه پورتګال ته انتقال شوي دي.

داسې اټکل کېږي چې د یاد پروګرام پر اساس ټولټال ۱۰۰۰ کسان له یونان څخه نورو اروپایي هیوادونو ته انتقال شي.

دغه مهاجر افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو مخکې یونان ته رسېدلي وو. یوناني چارواکي ویلي ټاکل شوې چې په راتلونکو اونیو کې ۴۳ تنه نور هم پورتګال ته ولېږدول شي.

د یو بل خبر له مخې یوناني چارواکو پرون سه شنبه ۱۱ کم سنه مهاجر فرانسې ته لېږدولي دي.

یونان په پام کې لري چې له نورو اروپایي‌ هیوادونو سره د دوه اړخیزو تړونونو پر بنسټ خپله خاوره کې د مهاجرو شمېر کم کړي.

په تېرو څو کلونو کې یونان د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې خپل سیاست سخت کړی دی. بشردوستانه سازمانونو په وار وار د دې هیواد په پنځو ټاپوګانو کې د مهاجر کمپونو پر خراب وضعیت نیوکې کړې دي.

 

نورې ليکنې