انځور:‌ پېکچر الاینز
انځور:‌ پېکچر الاینز

فرانسې د تېرې دوشنبې په ورځ څلور افغان مهاجر د دوبلین د مقرراتو په چوکاټ کې بلغاریا ته اخراج کړي دي. په ورته مهال د استراسبورګ ښار مدافع وکیلان وایي چې ښایي دغه کسان بېرته افغانستان ته ولېږدول شي. په وینا یې افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته بلغاریا د افغان مهاجرو د اخراج لړۍ نه ده ځنډولې.

د فرانسې د استراسبورګ ښار مدافع وکیلان د دوبلین د مقرراتو په چوکاټ کې له فرانسې څخه بلغاریا ته د ۴ افغان مهاجرو د بېرته لېږدولو پر تصمیم نیوکې کړې دي. 

داسې وېره شته چې یاد افغانان بېرته افغانستان ته ولېږدول شي. پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته بلغاریا د افغان مهاجرو د اخراج بهیر نه دی ځنډولی.

د دغو وکیلانو په خبره د با - رن سیمې د قومندانۍ تصمیم د قضا له پرېکړې سره په ټکر کې دی. د استراسبورګ د مدافع وکیلانو د ټولنې غړې کریستینا کروګر په یوه خبرپاڼه کې وایي چې «د اړمنو افغانانو د اخراج پرېکړې مدافع وکیلان په غوسه کړي دي.»

بیا ولولئ: ایا فرانسه د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغانان اخراجوي؟

تېره یکشنبه د سپټمبر ۲۶مه د استراسبورګ ښار یوه قاضي د دغو ۴ کسانو د خوشي کولو پرېکړه وکړه. یاد مهاجر د با – رن سیمې د ګایسپولشایم په نامه اداري توقیف خانه کې ساتل کېدل.

که څه هم داسې تمه کېده چې د سیمې د څارنوالۍ د بیا کتنې غوښتنې وروسته د کلمار استیناف محکمه دوشنبه ماسپښین غونډه جوړه کړي، خو د کریستیان کروګر په خبره د محکمې تر غونډې مخکې د با - رن قومندانۍ یاد مهاجر بلغاریا ته ولېږدول.‌

د با - رن قومنداني بیا وایي چې د څارنوالۍ غوښتنه «تعلیقي» وه نو ځکه دغه عملیات قانوني بڼه لري.

د یادولو ده چې د اګست میاشتې په پای کې استراسبورګ له افغانستان څخه ایستل شوي نږدې ۱۰۰ مهاجر منلي وو. 

څه موده مخکې د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې نږدې شل افغانان د دوبلین مقرراتو په چوکاټ کې یو بل اروپایي هیواد ته انتقال شوي دي.

 

نورې ليکنې