آرشيف انځورـ د هسپانيې يو بندر ته د مهاجرو رسېدنه | Photo: EPA/Spanish National Police
آرشيف انځورـ د هسپانيې يو بندر ته د مهاجرو رسېدنه | Photo: EPA/Spanish National Police

د هسپانيې هيواد سمندري پوله ساتونکو په مديترانه کي په لسونو مهاجر له اوبو څخه ژغورلي دي. په دغو کي يوه حامله داره مېرمنه هم شامله ده.

په ژغورل سوو کي مهاجرو کي يوه حامله داره ښځه او د هغې پنځه ماشومان هم شامل دي. د سره صليب د هسپانيې د څانګي وياندي د دغو ژغورل سوو کسانو په هکله د فرانس پريس خبري آژانس ته معلومات ورکړي دي.

يادي وياندي ويلي دي چي په ټوليزه توګه ۹۱ کسان د اليڅانته ساحل ته نژدې ژغورل سوي چي پکښي ياده کورنۍ هم شامله ده. د دغې وياندي د معلوماتو له مخي هسپانوي سمندري سرحد ساتونکو په ټوليزه توګه شپږو کښتيو ته رسيدګي وکړه چي په الجزاير کي يې سفر پيل کړی ؤ.

د سره صليب د هسپانيې د څانګي وياندي زياته کړېده چي له يادو کښتيو څخه په يوه کي هغه مېرمنه هم د خپلو بچيانو په شمول سپره وه چي په اتمه مياشت کي حامله داره وه. دغه مېرمنه وروسته له هغه روغتون ته انتقال کړل سوه چي د نس له دردونو څخه يې شکايت کاوه. 

هسپانوي پوله ساتونکو د بليارو ټاپو ته نژدې هم د ۲۴ ساعتونو په جريان کي په ۱۳ کښتيو کي ۱۷۶ مهاجر اخيستي دي. هسپانيه د کښتۍ په مرسته له افريقا او منځني ختيځ څخه د مهاجرت کوونکو له پاره يو مرکزي منزل مقصود دی. 

د هسپانيې د کورنيو چارو د وزارت د معلوماتو له مخي په روان عيسوي کال کي د سپتمبر مياشتي تر نيمايي ۱۰۷۰۱ مهاجر د مديترانې له لاري د هسپانيې وچي او باليار ټاپوګانو ته رسېدلي دي. 

د مهاجرت د نړيوال سازمان (IOM) په وينا په ياده موده کي ۱۰۲۵ انسانان پر دغه لاره د مهاجرت په هڅه کي مړه سوي دي. د هسپانوي حکومت په وينا د دې تر څنګ له لوېديځي افريقا څخه هم د اټلانټيک سمندر له لاري ۱۱۰۶۰ انسانان و کناري ټاپوګانو ته رسېدلي دي. دا شمېر د ۲۰۲۰ کال په پرتله دوه چنده زيات دی.

د هسپانوي مرستندویه سازمان کاميناندو په وينا په دې ترڅ کي تر ۲۰۰۰ څخه زيات انسانانو پر لاري خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې