د پولنډ هيواد د سپيني روسيې سره په خپلو سرحدي سيمو کي اضطراري حالت تمديد کړی دی. دغه هيواد مهاجرو ته په اس ام اس پيغام کي ويلي چي بېرته سپيني روسيې ته ستانه سي.
د پولنډ پوله ساتونکي ځواک د سپيني روسيې له خوا و پولنډ ته ور اوښتونکو مهاجرو ته خبرداری ورکړی دی. په دغه پيغام کي هغه کسان مخاطب کړل سوي دي چي په ناقانونه توګه کوښښ کوي چي و اروپايي اتحاديې ته داخل سي. دا په داسي حال کي ده چي پولنډ د خپلو پوځيانو په مرسته د سپيني روسيې سره پر سرحد کټاره هم درولې ده. د دې تر څنګ پولنډ په سرحدي سيمو کي اعلان سوی اضطراري حالت هم تمديد کړی دی.
د پولنډ پوله ساتونکي ځوان په يو اس ام اس کي مهاجر مخاطب کړي دي چي «د پولنډ پوله تړل سوې ده. د سپيني روسيې مقاماتو تاسو ته درواغ ويلي دي. بېرته مينسک ته ستانه سئ. د سپيني روسيې له عسکرو څخه هيڅ ډول ګولۍ مه اخلئ.»
د پولنډ د کورنيو چارو وزير ماريوس کامينسکي د ياد اس ام اس پيغام په هکله په خپله ټويټرپاڼه کي ليکلي دي چي دغه پيغام په انګريزي ژبه ليکل سوی دی. د نوموړي په وينا دا پيغام به ټول هغه تليفون لرونکي ترلاسه کړي چي د پولنډ سره په سرحدي سيمه کي موقعيت لري. په دغه اس ام اس کي د انټرنټ داسي يو لينک هم ځای کړل سوی دی چي و هغه ته په ورتلو سره څوک د کورنيو چارو د وزارت پر پاڼه په انګريزي، عربي او روسي نور معلومات هم لوستلای سي.
د پولنډ، ليتوانيا او سپيني روسيې پوله په نژدې تيرو وختونو کي د مهاجرو د زياتېدو له کبله د توجه مرکز جوړه سوې ده. پولنډ د سپيني روسيې پر ولسمشر الکساندر لوکاشينکو تور لګوي چي ګواکي په قصد سره مهاجر د پولنډ پولې ته رهمنايي کوي، څو په دې توګه پر اروپايي اتحاديې فشار راوړي. په رشتيا هم د سپيني روسيې ولسمشر پر دغه هيواد د اروپايي اتحادیې له خوا د بنديزونو د سختولو په غبرګون کي ګواښ کړی ؤ چي نور به د اروپايي اتحاديې پر لور روانو مهاجرو مخه ونه نيسي. اروپايي اتحاديې هغه وخت پر سپيني روسيې خپل بنديزونه لا سخت کړل، کله چي سپيني روسيې يوه اروپايي مسافر وړونکې الوتکه له خپل هوايي مسير څخه د پوځي الوتکو په مرسته راکښته کړه او په الوتکه کي سپور د سپيني روسيې د حزب اختلاف يو فعال يې ونيولی.
آ./ا.ا.