کابل کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ملکي الوتنې ودرول شوې. انځور: پېکچر الاینز، له ارشیف څخه.
کابل کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ملکي الوتنې ودرول شوې. انځور: پېکچر الاینز، له ارشیف څخه.

د هندوستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته شاوخوا ۶۰ زره افغانانو د هندوستان د بریښنايي ویزو غوښتنه کړې. ډیری دغه افغانان له ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او ځنیو نورو هیوادونو څخه د دغو ویزو غوښتنه کړې.

د هندوستان د ای ان ای خبري آژانس د چهارشنبې په ورځ د سپتمبر په ۲۹مه، د د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت د یو لوړپوړي چارواکي له خولي لیکلي چې د ۶۰ زره افغانانو چې غواړي هندوستان ته ولاړ شي د بریښنايي ویزو غوښتنې یې تر ارزونې لاندې دي.

وروسته له هغه چې طالبان د افغانستان ولکه په واک کې واخیسته او په کابل کې د هندوستان سفارت و تړل شو، د هندوستان بهرنیو چارو وزارت افغانانو ته د بریښنايي ویزو ('e-Emergency X-Misc Visa') د ویشلو اعلان وکړ.

د کورنیو چارو وزارت چاروکي ویلي چې د ویزو ډیری دغه غوښتنې له ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او ځینو نورو هیوادونو څخه د هغو افغانو لخوا شوي چې د طالبانو له واک وروسته دوې دغو هیوادونو ته تللي دي.

نور ولولئ: هند کې بند پاتې افغانان له جدي ستونزو سره مخامخ دي

د کورنیو چارو وزارت مسولین ویلي چې دامهال د ویزو ټولې غوښتنې تر ارزونې لاندې دي خو د بریښنايي ویزو د ویش وروستۍ پریکړه به د اطلاعاتي ادارو له راپور وروسته ترسره شي.

ډیری افغانان غواړي چې د هندوستان له لارې نورو هیوادونو ته ولاړ شي. هندي چارواکي ژمنه کوي چې له دغو افغانانو سره به په دې برخه کې مرسته وکړي.

هغه افغانان چې  د بریښنايي ویزو له لارې هندوستان ته ورغلي، لومړی ورته د شپږو میاشتو ویزه او وروسته بیا که وغواړي چې هندوستان کې پاتي شي نو د اقامت ویزه ورته ورکول کیږي.

وروسته له هغه چې طالبان کابل ته ننوتل، ګڼو افغانانو هندوستان ته پناه یووړه. ډیری دغه افغانان غواړي نورو هیوادونو ته پناه یوسي چې دامهال د انتظار شیبې شماري.

 

نورې ليکنې