Tانځور: پېکچر الاینز، اندرو متیوز، له ارشیف څخه
Tانځور: پېکچر الاینز، اندرو متیوز، له ارشیف څخه

د برتانوي رسنیو په حواله یو تن برتانیا ته د افغان مهاجرو د قاچاق په تور نیول شوی دی. د چارواکو په خبره دغه سړي په ۲۰۱۹ کې له نورو کسانو سره یو ځای برتانیا ته د ۱۷ افغان مهاجرو د قاچاق هڅه کړې وه.

درې پنځوس کلن واسیل کوستاش چې د رومانیا دی تېره دوشنبه د سپټمبر ۲۷مه د برتانیا په لوتون هوایي ډګر کې ونیول شو. نوموړي غوښتل چې د رومانیا پلازمېنې بوخارست ته سفر وکړي. 

واسیل کوستاش په دې تورن دی چې د ۱۷ افغان مهاجرو په قاچاق کې یې لاس درلود. د ۲۰۱۹ په جون میاشت کې هالنډي پولیسو په یوه لارۍ کې یو شمېر مهاجر وموندل. موټر چلوونکي غوښتل چې یاد مهاجر هغې کښتۍ ته ورسوي چې د اسېکس پر لور روانه وه.

پولیسو لارۍ کې د یوې حاملې ښځې او پنځه ماشومانو په ګډون ۱۷ افغان مهاجر وموندل. دغو کسانو د لارۍ په تریلر کې د ټایرونو شا ته ځان پټ کړی و.

بیا ولولئ: برتانیا: پر ۶ کسانو د مهاجرو د قاچاق تور لګول شوی

تېر کال د هالنډ د روټردام ښار یوې محکمې لارۍ چلوونکی په ۴۰ میاشتې زندان محکوم کړ.

کوستاش چې بل نوم یې واسیل ماتې دی په دې تورن دی چې له نورو سره یو ځای د دغو مهاجرو د قاچاق زمینه برابره کړې او تصمیم یې درلود چې د برتانیا اسېکس ښار کې له یادو مهاجرو سره لیدنه وکړي.

ټاکل شوې وه چې هغه پرون چهارشنبه د آکس برېج محکمې ته حاضر شي.

په ورته مهال د برتانیا د ملي جرایمو ادارې د څارنې مشر کریس هېل د دغه کس نیونه «ډېره مهمه» بللې ده. هغه زیاته کړې چې دوی له هالنډي چارواکو سره یو ځای برتانیا ته د مهاجرو د خطرناک سفر مخه نیولې ده.

واسیل کوستاش د هغه عملیات په ترڅ کې ونیول شو چې پر مهال یې پولیسو ۱۸ تنه نور د پیسو د منځلو او د مهاجرو د قاچاق په تور نیولي وو.

ټاکل شوې چې دوی ټول د اکټوبر پر ۴مه د برتانیا د کرایدون کراون محکمې ته حاضر شي. 

 

نورې ليکنې