په زياته افغان مهاجرو د کورنيو د الحاق په ترڅ کي له ستونزو شکايت کوي
په زياته افغان مهاجرو د کورنيو د الحاق په ترڅ کي له ستونزو شکايت کوي

د آلمان د ان ډي آر رسنۍ د «پانوراما» مجلې له مخي د آلمان صدراعظمۍ ته کانديد اولاف شولڅ او د زرغون ګوند شريک رئيس روبرت هابېک د کورنيو د الحاق پروسه آسانه کول غواړي.

په آلمان کي د پناه ترلاسه کوونکو مهاجرو سره د هغوی د کورنيو الحاق په تيرو کالونو کي د آلمان په رسنيو او سياست کي يوه توده موضوع پاته سوې ده. په داسي حال کي چي په آلمان د پارلماني ټاکنو د پايلو د اعلانېدو وروسته اوس پر نوي ائتلافي حکومت د جوړولو هڅې رواني دي، دوو مهمو سياستوالو پر دغه موضوع خپل نظر څرګند کړی دی. 

د آلمان د ان ډي آر رسنۍ د «پانوراما» تلويزيوني مجلې د يو راپور پر اساس د آلمان و صدراعظمۍ ته کانديد د سوسيال دموکرات ګوند سياستوال اولاف شولتڅ او په همدې شان د زرغون ګوند شريک رئيس روبرت هابېک غواړي د مهاجرو سره د هغوی د کورنيو د الحاق پروسه آسانه او چټکه کړي.

ياد تلويزيون د اولاف شولڅ څخه نقل قول کړی چي د ويزې د غوښتنليک د پروسه کولو له پاره بايد داسي جوړښتونه رامنځته کړل سي چي «وکولای سي دغه وظيفه او کار په چټکه توګه وکولای سي.» شولڅ زياته کړېده چي آلمان په دې ډګر کي نوښتونو او پرمختګ ته اړتيا لري چي په نژدې وخت کي هغه مسؤليتونه په ښه توګه پوره کړلای سي چي دغه هيواد يې د بشري دلايلو پر اساس خپل مکلفيت بولي.

د زرغون ګوند سياستوال هابېک هم د دغه تلويزيوني پروګرام د راپور پر اساس د کورنيو د الحاق د پروسې د چټک کولو غوښتنه کړېده. هغه په دې ترڅ کي د الحاق د پروسې د پر مخ بيونکو چارواکو د شمير د زياتولو وړانديز کړی دی. په دې ترڅ کي نوموړي په ډيجيټل توګه د مهاجرو د کورنيو د غړو د غوښتنليکونو د منلو وړانديز هم کړی دی. د هغه په آند دا به مرسته وکړي چي امکانات وسپمول سي او د مهاجرو د کورنيو غړي نو مجبوره نه وي چي د ځان په خطر کي اچولو په قيمت سفر وکړي او حضوري غوښتنليکونه وړاندي کړي.

د مثال په توګه د افغان مهاجرو کورنۍ مجبوري دي چي د څو کالو راهيسي د الحاق د پروسې د غوښتنليک له پاره پاکستان ته ولاړي سي او هلته د آلمان په دپلوماتيکو نمائيندګيو کي حاضري ورکړي. د کورنيو له دغو غړو څخه د آلماني ژبي د زدکړي سند هم غوښتل کيږي. دا په داسي حال کي چي په کابل کي نه د آلمانۍ ويزې د غوښتلو امکان سته او نه هم د آلماني ژبي د زدکړي له پاره ګيوته انسټيټيوټ سته. دمګړی د افغانانو له پاره دا ډول سفرونه تقريبا ممکن نه دي.

د پانوراما تلويزيوني مجلې د تحقيقاتو د پايلي له مخي دمګړی په آلمان کي د افغان او ورته بحراني سيمو د مهاجرو سره د هغوی د کورنيو د غړو د الحاق پروسه حد اقل يو کال په بر کي نيسي. د آلمان د باندنيو چارو د وزارت په وينا يوازي په افغانستان کي له نژدې دوو کالو راهيسي ۴۰۰۰ انسانان په آلمان کي د خپلو کورنيو د غړو سره د الحاق د پروسې په ترڅ کي و انټرويو ته منتظر دي. ياد تلويزيوني راپور کي دا هم راغلي دي چي د آلمان زيات سفارتونه هغه نکاحنامې هم ردوي چي د دولت پر ځای ديني مرجعو لکه نکاح خوان، کليسا يا ورته ځايونو جاري کړي وي.

يادي رسنۍ د آلمان د بهرنيو چارو د وزارت څخه په دغه موضوع کي د پوښتني په جواب کي معلومات تر لاسه کړي، په کوم کي چي وزارت ويلي په زياته د افغانستان او ايريتريا د مهاجرو د کورنيو د الحاق له ستونزو څخه آګاه دی. د دغه وزارت په وينا اړونده سفارتونو ته يې هدايت کړی دی چي د امکاناتو په چوکاټ کي دغه پروسې چټي او آسانه کړي. خو دغه وزارت زياته کړېده چي د قانون له مخي ممکنه نه ده چي د ويزې له پاره د بعضو اړينو اسنادو له غوښتلو څخه صرف نظر وسي.

د آلمان د اساسي قانون له مخي د کورنيو محافظت حتمي دی. هغه کسان چي په آلمان کي پناه ترلاسه کوي، هغوی د قانون له مخي دا حق لري چي خپل مېړه/ماينه او تر اتلسو کالو کم سن لرونکي ماشومان راوغواړي. تر اتلسو کالو کم عمر لرونکي پناه ترلاسه کوونکي د خپل مور او پلار د رابللو حق لري.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې