له ارشیف څخه. دوه کم سنه کډوال د یونان پلازمېنې اټن د مهجرو په یوه مرکز کې. کرېډېټ: پېکچر الاینز، اې پي فوټو، ت. استاوراکیس
له ارشیف څخه. دوه کم سنه کډوال د یونان پلازمېنې اټن د مهجرو په یوه مرکز کې. کرېډېټ: پېکچر الاینز، اې پي فوټو، ت. استاوراکیس

یونان په پام کې لري چې د روان میلادي کال تر پایه پورې به هغه ۲۲۲ کم سنه مهاجر چې په کمپونو کې اوسېږي او بې سرپرسته دي مناسبو استوګنځیو ته انتقال کړي.

د ځایي رسنیو په حواله د بې سرپرسته ماشومانو په چارو کې د یونان د کډوالۍ وزارت ځانګړۍ استازې اریني اګاپیداکي تېره چهارشنبه وویل، دوی په پام کې لري چې د روان میلادي کال تر پایه پورې به ۲۲۲ کم سنه او بې سرپرسته مهاجر چې په کمپونو کې اوسېږي مناسبو استوګنځیو ته انتقال کړي.

د رسمي شمېرو له مخې دمګړۍ یونان کې د کم سنه او بې پرسته مهاجرو شمېر ۲۱۳۴ تنو ته رسېږي. 

ټاکل شوې چې د دغو کسانو له ډلې یوازې ۱۰۰ تنه یې د مهاجرو د بیا مېشتونې پروګرام په چوکاټ کې نورو اروپایي هیوادونو ته انتقال شي. اروپایي ټولنې د ۲۰۲۰ د اپریل میاشتې راهیسې له یونانه ټولټال ۱۰۰۶ کم سنه مهاجر منلي دي.

د یونان د کډوالۍ وزارت له تېرې اپریل میاشتې راهیسې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې سره یو ځای د هغو ځوانو مهاجرو د موندلو او ورسره د مرستو لپاره هڅه کوي چې په خطر کې دي.

بیا ولولئ: یونان: سازمانونه وایي د ماشومو کډوالو یو پر دریمه برخه ښوونځي ته ځي

د یونان پلازمېنه اټن کې تېره چهارشنبه د سرپناه نه لرونکو ماشومانو لپاره امن کور پرانیستل شو. د میتادراسي په نامه غیردولتي سازمان د دغه کور ټولې چارې پر مخ وړي.

 

نورې ليکنې