د فرانسې د بشري حقونو ملي کمېسیون له حکومت څخه غوښتي دي چې د هغو افغان مهاجرو هرکلی وکړي چې د طالبانو د واکمنۍ وروسته د خپل هیواد پرېښودو ته اړ شوي دي.
د فرانسې د بشري حقونو مشورتي کمېسیون خپله تازه غونډه کې له حکومت څخه غوښتي چې په بېړنۍ او اغېزناکه توګه دې د هغو افغانانو ساتنه او هرکلی وکړي چې دغه هیواد ته راغلي او یا غواړي چې فرانسې ته راشي.
دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر ۲۲مه د یاد کمېسیون مشر ژان ماري بورګوبورو لومونډ ورځپاڼه کې لیکلي وو چې دولت دې «خپل مسولیتونه ادا کړي».
د دغه کمیسیون رپورترې ژنویېو ژاک ویلي، کمېسیون له دولته غوښتي چې د فرانسې حکومت د طالبانو له واکمنۍ یوه میاشت وروسته افغانستان هېر نه کړي.
هغې زیاته کړې چې فرانسه باید د افغانانو د هرکلي لپاره مشخص اقدامات وکړي. په وینا یې کمیسیون د رد شویو افغانانو د دوسیو د بیا کتنې او د اروپا په کچه کې د بشردوستانه ویزو او یا دهلیزونو پرانیستلو غوښتونکی دی.
د بشري حقونو مشورتي کمېسیون دا هم ویلي چې له کلونو راهیسې د کورنیو د یو ځای کېدو ۳۵۰۰ غوښتنې ثبت او اروزل نه دي شوې. یاد کمېسیون له افغانستانه د هغو افغانانو پر ایستلو ټینګار کړی چې د طالبانو تر ګواښ لاندې دي.
د بشري حقونو کمېسیون دغه راز د نویو پناه غوښتونلیکونو د ارزولو لپاره د اداري پروسې د اسانېدو او د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې د فرانسې د قنسولګریو د صلاحیتونو د پراخېدو غوښتنه کړې.
په وینا یې فرانسه باید د اروپایي ټولنې د دوره یي مشرۍ موده کې چې د ۲۰۲۲ په جنورۍ کې به پیل شي له نورو هیوادونو وغواړي چې د افغان مهاجرو د اخراجونو لړۍ ودروي او دوبلین مقررات ختم کړي.
پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته کابو ۳۰۰۰ کسان د فرانسوي چارواکو له خوا له افغانستانه څخه وایستل شول چې په ډله کې یې ۲۶۰۰ افغانان هم ول.