د افغانستان د فوټبال ملي ښځینه لوبډلې ځینې لوبغاړې پورتګال کې تمرین کوي. انځور: رویټرز، کترینا دېموني، د سپټمبر ۳۰مه
د افغانستان د فوټبال ملي ښځینه لوبډلې ځینې لوبغاړې پورتګال کې تمرین کوي. انځور: رویټرز، کترینا دېموني، د سپټمبر ۳۰مه

څه موده مخکې د افغانستان د فوټبال ملي ښځینه لوبډلې ځینې لوبغاړې پرتګال ته ورسېدلې. دوی اوس د پرتګال پلازمېنې لېسبون په شاوخوا سیمو کې تمرینونه پیل کړي دي.

د رسنیو د رپوټونو له مخې د افغانستان د فوټبال ملي ښځینه لوبدلې هغه غړې چې څه موده مخکې یې پرتګال کې پناه اخیستې وه، اوس د دغه هیواد پلازمېنې لېسبون کې فوټبال کوي.

د دغې ډلې غړې ام البنین رمزي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «باور مې نه راځي. ډېره خوشاله یم چې یو ځل بیا فوټبال کولی شم. افغانستان کې [وضعیت] ډېر خراب و. زه دلته خوشاله یم ځکه چې کریستیانو رونالډو هم د پرتګال دی.»

رمزي وایي هیله لري چې له رونالدو سره وګوري.

رمزي او همډلو یې غوښتل چې له افغانستانه ووځي ځکه چې طالبانو په عمومي فضا کې د ښځینه سپورټ سره مخالفت ښودلی و. د اګست پر ۱۵مه کابل کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دغې ډلې اعلان وکړ چې ښځې اجازه نه لري په عمومي فضا کې فوټبال وکړي.

تر دې دمخه د افغانستان د ښځینه ټیم پخوانۍ کیتانې خالدې پوپل د فرانسې خبري اژانس ته ویلي وو چې افغانستان کې «۳۰۰۰ تر ۴۰۰۰ ښځې او نجونې د فوټبال له فدراسیون سره په بېلابېلو کچو کې ثبت شوې دي.»

د پرتګال حکومت په حواله د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبغاړې د امریکا او پرتګال په ګډو عملیاتو کې له افغانستانه ایستل شوې دي. 

 

نورې ليکنې