طالب وسله وال په کابل کې. انځور: رویټرز، د اګست ۲۹مه
طالب وسله وال په کابل کې. انځور: رویټرز، د اګست ۲۹مه

افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ډېری خبریالان د خپلو فعالیتونو له امله له ګواښونو سره مخ دي. احمد خان* د دغو کسانو یو دی. نوموړی له تېرې اګست میاشتې راهیسې په خورا سختو شرایطو کې ژوند تېروي. هغه د خپلو سترګو لیدلی حال وایي.

«زه دېرش کلن یم او د افغانستان په ختیځه سیمه کې اوسېږم. ما نږدې اته کاله مخکې له رسنیو سره کار پیل کړ. په دې موده کې مې له بېلابېلو رسنیو سره دندې ترسره کړې دي. ډېری وختونه مې خبري او ټولنیز پروګرامونه چمتو کول. د بشري حقونو په برخه کې مې هم فعالیتونه درلودل.

د اګست میاشتې په نیمایي کې کله چې طالبان واک ته ورسېدل، زه هم د نورو خبریالانو په څېر له زیاتو ستونزو سره مخ شوم. خپل ژورنالیستي فعالیتونه مې ودرول او کابل ته مې د ورتګ لپاره هڅه وکړه. غوښتل مې چې له خپلې کورنۍ او ماشومانو سره د کابل هوایي ډګر له لارې له هیواده ووځم. خو هوایي ډګر کې ګډوډۍ زیاتې وې.

بیا ولولئ: افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت پای: تر ۱۲۰ زره ډېر کسان له کابل څخه را ایستل شوي

«ځان خوندي نه احساسوم»

نږدې یوه میاشت کېږي چې په کور کې یم. یوازې د اړتیا په صورت کې له کوره وځم. خو په کور کې هم ځان راحت نه احساسوم. د شپې له دې نه ډارېږم چې څوک به مې کور ته ننوځي. د ورځې هم ځان خوندي نه احساسوم.

نن سبا د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې خبریالان د ناپېژانده کسانو له لوري وژل کېږي خو څوک یې پوښتنه نه کوي. د بېلګې په توګه پرون سه شنبه یو افغان خبریال په جلال اباد ښار کې د ناپېژانده کسانو له خوا ووژل شو.

خبریالانو د پخواني حکومت د واکمنۍ پر مهال هم ستونزې درلودې، خو اوس ګواښونه زیات شوي دي. د طالبانو تر راتګ راهیسې زیاتې رسنۍ تړل شوې دي. هغه رسنۍ چې لا هم خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوي، طالبانو پرې بندیزونه لګولي دي. خبریالان نور اطلاعاتو ته لاسرسی نه لري او له سانسور سره مخ دي.

«ژوند مې په خطر کې دی»

څو اونۍ مخکې مې الماني چارواکو ته ایمیل وکړ، ورته مې وویل چې دلته مې ژوند په خطر کې دی. خو تر اوسه پورې مې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی. نه پوهېږم چې دوی به مې غوښتنې ته پام وکړي که نه. دلته وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او ټولې لارې هم تړلې دي. زه د خپل کار د له لاسه ورکولو له امله له اقتصادي ستونزو سره هم مخ یم.

بیا ولولئ: آلماني ښارونه غواړي تر ګواښ لاندې افغانانو ته ځای ورکړي

له نړیوالو څخه مې غوښتنه دا ده چې زما په څېر افغان خبریالانو ته پام وکړي او ژر تر ژره یې له افغانستان څخه وباسي. زه د طالبانو له راتګ راهیسې په وېره کې ژوند تېروم.»


  • مستعار نوم
 

نورې ليکنې