د قطر د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې له کابل څخه د قطر هوايي شرکت په یوه الوتکه کې ۲۳۵ نور مسافر دوحې ته رسیدلي دي. چارواکي ویلي چې ډیرۍ دغه مسافر افغانان دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرسیالې لولوه بنت راشد الخاطر په خپله ټویټر پاڼه کې د یکشنبې په ورځ د اکتوبر په ۳ مه خبر ورکړ چې د قطر هوايي شرکت پنځمه الوتکه چې ۲۳۵ تنه په کې سپاره ول د کابل له هوايي ډګر څخه دوحې ته رسیدلي دي.
دغه قطري چارواکې په دې اړه ویلي چې له ټولو هیوادونو سره به قطر ته د ورودي او خروجي پروازونو په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
نوموړې ویلي چې په دغو مسافرینو کې د نورو هیوادونو وګړي هم شامل دي خو دايي نه دي ویلي چې د کومو هیوادونو دي. له کابل څخه استول شوي افغانان مخکې له دې چې خپل اصلي مقصد ته ولیږدول شوي د یوې مودې لپاره په قطر کې ساتل کیږی.
د یادولو ده چې افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره سم له ۱۲۰ زرو څخه ډیر افغانان او بهرنیان د کابل هوايي ډګر له لارې امریکا، اروپا او نورو هیوادونو ته واستول شول.
نور ولولئ: افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت پای: تر ۱۲۰ زره ډېر کسان له کابل څخه را ایستل شوي
امریکايي چارواکي تیره اونۍ ویلي و چې له دریمو هیوادونو څخه به امریکا ته د زرګونه افغانانو د لیږد پروسه له سره پیل کړي.
قطر د طالبانو او لودیځو هیوادونو ترمنځ په منځګړیتوب کې اغیزناکه رول لوبوي او د امریکا متحده ایالاتو یو نږدې استراتیژیک ملګری بلل کیږي.