پاریس کې د هالت انجمن دفتر چې کډوالو ته خدمات وړاندې کوي. انځور: کډوال نیوز/حفیظ احمد میاخیل. اکتوبر ۲۰۲۱
پاریس کې د هالت انجمن دفتر چې کډوالو ته خدمات وړاندې کوي. انځور: کډوال نیوز/حفیظ احمد میاخیل. اکتوبر ۲۰۲۱

فرانسه لاهم د هغو افغانانو ایستلو ته داوم ورکوي چې له نورو اروپايي هیوادونو څخه ورغلي وي. په پاریس کې یو شمیر دوبلیني افغان کډوال وايي چې دولت پریکړه کړې چې مونږ رومانيي هیواد ته واستوي. دغه افغانان اندیښنه لري چې له رومانيي څخه به افغانستان ته اخراج شي.

کډوال نیوز له یو شمیر دغه افغانانو سره د لومړي پاریس د ښاروالۍ په ودانۍ کې د «Halte Humanitaire» په دفتر کې خبرې کړي. افغان پناه غوښتونکي هره ورځ د خپلو ټولنیزو، اداري او روغتیايي مرستو لپاره دغه دفتر ته ورځي.

«د دوبلین د مقررې له امله کلونه عمر مې بې ځایه تیریږي»

۲۴ کلن عیسی اسماعیل چې لاهم په وجود کې يي د لارې د ټپونو داغونه لیدل کیږي، له ګڼو ګړاوونو وروسته يي په قاچاقي لارو ځان رومانيي او بیا له هغه ځايه فرانسې ته رسولی دی. هغه چې اوسمهال د پاریس په شاوخوا سیمو کې تر خیمې لاندې ژوند تیروي وايي چې دولت ورڅخه د دې لپاره د کرونا ټیسټ غوښتې چې رومانیي ته يي بیرته واستوي.

د فرانسې د کډوالۍ اداره اوس غواړي چې نوموړی بیرته رومانيي ته واستوي ځکه چې نوموړی په لومړي ځل هلته د پناه غوښتنه ثبت کړې او د دوبلین پناه غوښتونکي په توګه پیژندل شوی.

د دوبلین د مقررې له مخې هغه پناه غوښتونکي چې په لومړي ځل يي په کوم اروپايي ملک کې د پناه غوښتنه ثبت کړې وي نو هماغه ملک يي د پناه غوښتنې د ثبت د چارو مسولیت لري.

نور ولولئ: فرانسې څلور افغانان بلغاریا ته اخراج کړي، مدافع وکیلان وېره ښيي چې ښایي دوی افغانستان ته ولېږدول شي

عیسی په دې اړه کډوال نیوز ته وویل:« کله چې پولیسو د اخراج سند د امضا لپاره وغوښتلم نو له ما څخه يي د کرونا ټسټ نتیجه وغوښته تر څو ما رومانيي ته واستوي. پولیسو راته وویل چې که ټسټ را نه وړي نو مرستې هم درباندې بندوو»

نوموړی اندیښنه لري چې که د کرونا ټست ور وړي نو رومانيي ته به يي اخراج کړي. عیسی وايي که دا کار و نه کړم نو زه باید ۱۸ میاشتې انتظار وباسم ترڅو وشم کولای په عادي ډول فرانسه کې د پناه غوښتنه ثبت کړم. د دغه ۱۸ میاشتو په جریان کې نوموړی به په فرانسه کې د پناه غوښتنی له ټولو حقونو لکه سرپناه او نغدي مرستو څخه محروم وي.

دغه افغان ځوان وايي چې د ډوبلین د مقررې له امله کلونه عمر مې بې ځایه تیریږي او زما ژوند ورسره خرابیږي.

فرانسه لاهم د ډوبلین د مقررې له مخې نورو اروپايي هیوادونو ته د یو شمیر افغان پناه غوښتونکو ایستلو ته دوام ورکوي. د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو راهیسې ۲۰ تنه افغانان د دوبلین د مقرراتو له مخې نورو اروپايي هیوادونو ته چې د دوې د دوسیو د څیړلو مسولیت لري، استول شوي دي.

۲۸ کلن شیرشاه صدف هم یو له هغو افغانانو دی چې له رومانيي څخه يي فرانسې ته پناه راوړې او د اخراج له خطر سره مخامخ دی. پر شیرشاه هم پریکړه شوې چې د دوبلین د مقررې له مخې باید بیرته رومانیا ته واستول شي. هغه اندیښنه لري چې له رومانیا څخه به بیرته افغانستان ته اخراج شي.

شیرشاه وايي:« د فرانسې د کډوالۍ په اداره کې د پناه غوښتنې له ثبت وروسته، ماته وویل شو چې رومانیا هیواد بیرته غوښتی يي ځکه چې هلته دې د پناه غوښتنې لپاره ګوټې ثبت کړي دي.»

شیرشاه وايي چې مرګ مو په ځان منلی او له ډیرو ګړاوونو وروسته فرانسې ته ورسیدم خو اوس دغه هیواد ما بیرته اخراجوي. هغه د فرانسې له دولت څخه غواړي چې د دوبلیني کډوالو سره دې په دې برخه کې مرسته وکړي.

نور ولولئ: ایا فرانسه د طالبانو له واکمنیدو وروسته افغانان اخراجوي؟

په پاریس کې میشت دغه پناه غوښتونکی د رومانيي پولیسو او چارواکو له بد چلند څخه سرټکوي او وايي چې د غوښتنې خلاف د رومانيي پولیسو په زوره د پناه غوښتنې لپاره د نوموړي د ګوتو نښې ثبت کړي دي.

د دوبلین پر مقررې نیوکې

د کډوالۍ د ملاتړ یو شمیر انجمونه د ډوبلین پر مقررې سخته نیوکه کوي او اندیښنه لري که فرانسه یو شمیر افغانان نورو اروپايي هیوادونه ته واستوي نو ښايي دوې له هغه ځایه بیرته افغانستان ته اخرج شي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د شمیر له مخې په ۲۰۲۰ کال کې له ۱۰ زرو څخه ډیرو افغانانو د پناه غوښتنه ثبت کړې وه چې د دغو افغانانو ډیری د دوبلین په مقرراتو کې راځي.

 

نورې ليکنې