د افغانستان د موسیقۍ د ملی انستتیوت ۱۰۱ زده کوونکي او ښوونکي په یوه پرواز کې له کابل څخه قطر ته رسېدلي دي. ټاکل شوې چې دوی به پرتګال هیواد ته انتقال شي.
د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستتیوت مشر او بنسټګر احمد سرمست پرون دوشنبه وویل چې له سلو ډېر زده کوونکي او ښوونکي په یوه پرواز کې له کابل څخه ایستل شوي دي. د نوموړي په وینا پرتګال د دغو هنرمندانو منلو ته چمتووالی ښودلی دی.
د دغو ۱۰۱ کسانو په ګډون ۲۳۵ تنه د تېرې یکشنبې په ورځ د کابل له نړیوال هوایي ډګر څخه دوحې ته انتقال شول.
د اګست میاشتې پر ۱۵مه پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته دا تر ټولو ډېر افغانان دي چې په الوتکه کې له کابل څخه ایستل کېږي.
ښاغلي سرپرست چې د استرالیا ملبورن ښار کې اوسېږي، رسنیو ته ویلي: «تاسو تصور نه شئ کولی چې زه څومره خوشاله یم. پرون مې د ساعتونو لپاره وژړل.»
سرمست زیاته کړه چې د افغان هنرمندانو په دغه ډله کې نیمایي یې ښځې او نجونې دي. په وینا یې دغه پرواز کې د زهره ارکستر غړې هم شاملې وې.
د اګست میاشتې له نیمایي راهیسې لسګونه زره افغانان چې په ډله کې یې لوبغاړي او هنرمندان هم دي له افغانستانه وتلي دي. لږ مخکې د افغانستان د ملي ښځینه فوټبال ټیم ځینې لوبغاړې پرتګال ته رسېدلې وې.
د افغانستان د موسیقۍ ملي انستتیوت په ۲۰۱۰ کې د احمد سرمست له خوا جوړ شو. د یاد انستتیوت زده کوونکو د امریکا متحده ایالاتو او اروپایي هیوادونو کې کنسرټونه جوړ کړي دي. ویل کېږي چې د دغه انستتیوت ودانۍ اوس د حقاني ډلې په ولکه کې ده.
ښاغلي سرمست ویلي په پام کې لري چې د افغاني موسیقۍ د ژغورلو لپاره پرتګال کې د افغاناني موسیقۍ ښوونځی جوړ کړي.