آرشيف انځور ـ د مهاجرو کورنۍ | Photo: Picture-alliance
آرشيف انځور ـ د مهاجرو کورنۍ | Photo: Picture-alliance

د بخښني نړيوال سازمان او پرو ازيول د آلمان له راتلونکي ائتلافي حکومت څخه غوښتنه کړېده چي د پناه غوښتنې حق په خپل ائتلافي تړون کي لا تقويه کړي.

د امنسټي انټرنېشنل سازمان عمومي منشي، مارکوس بيکو د پنجشنبې په ورځ د آلمان د راتلونکي ائتلافي حکومت برخه والو ګوندونو څخه وغوښتل چي په خپل ائتلافي تړون کي د پناه غوښتونکو حقونه لا قوي کړي. هغه زياته کړې چي د حکومت جوړولو له پاره د ګوندونو تر منځ د داخلي تړون دننه بايد په ښکاره توګه د محافظت د متلاښي انسانانو د قوي کولو هوډ موجود وي. د هغه په وينا د مثال په توګه نبايد له دې وروسته و بحراني او جګړه ځپلو سيمو لکه افغانستان او سوريې ته انسانان اخراج کړل سي.

بېکو غوښتنه کړېده چي د اروپايي اتحاديې پر باندنيو پولو د هر ډول بشري حقونو نقض بايد مجازات کړل سي. هغه په سمندر کي د انسانانو د ژغورنې په مقصد د يو ماموريت د رامنځته کولو غوښتنه هم وکړه. د پناه غوښتونکو د ملاتړ سازمان پرو ازيول رئيس، ګيونتر بورکهاردت توقع څرګنده کړې چي «زرغون، ليبرال او سوسيال دموکرات ګوندونه» به په راتلونکي خپل ائتلافي حکومت کي «د اورېدلو وړ او په مؤثره توګه» د بشري حقونو او د پناه غوښتونکو د حقونو له پاره کار وکړي.

يادو سازمانونو د آلمان له راتلونکي ائتلافي حکومت څخه غوښتنه کړېده چي د اروپايي اتحاديې پر باندنيو پولو دي د مهاجرو د بېرته پر شا شړلو پروسه ودرول سي. دغو سازمانونه په همدې توګه غوښتنه کړې چي نوی آلمانی حکومت بايد د اروپايي اتحاديې پر باندنۍ پوله و بنديتوب ته ورته توقيف او د پناه غوښتنې د چټکو پروسو مخنيوی وکړي. بورکهاردت پر راتلونکي آلماني ائتلافي حکومت ږغ کړی دی چي «د مخکني حکومت په شان د حقونو پر دوامداره نقض خاموشي اختيار نه کړي.»

د ادغام او مهاجرت له پاره د کارپوهانو د سازمان (SVR) رئيسي، پېترا بېنډل د آلمان له راتلونکي حکومت څخه غوښتنه کړېده چي په اروپايي اتحاديه کي دننه د مهاجرت په تړاو د پېوستون او د مهاجرو د ويش پر موضوع همږغۍ ته کار وکړي.

د بخښني نړيوال سازمان او په همدې شان پرو ازيول د آلمان له راتلونکي حکومت څخه غوښتي دي چي هغو پناه غوښتونکو ته چي ثانوي قبولي لري او د جنيوا کانوينسيون پر اساس نه دي قبول سوي، هغوی ته هم حق ورکړي چي خپلي کورنۍ د الحاق په مقصد آلمان ته راوغواړي.

يادو دواړو سازمانونو له افغانستان څخه د هغو محافظت ته اړتيا لرونکو انسانانو د راوستلو او ورته د ځای ورکولو غوښتنه کړېده چي په افغانستان کي يې د بشري حقونو او دموکراسۍ له پاره مبارزه کړېده. يادو سازمانونو د آلمان د فدرالي ايالتونو له خوا د تمويلېدونکو داسي پروګرامونو د ملاتړ غوښتنه هم وکړه چي په ترڅ کي يې و محافظت ته اړتيا لرونکو افغانانو ته ځای ورکول کيږي. دغو سازمانونو په زياته د هغو افغانانو د راوستلو غوښتنه وکړه چي خپلوان يې تر مخه لا په آلمان دي دي او هغوی محافظت ته اړتيا لري.


آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې