انځور: د بخښنې نړیوال سازمان
انځور: د بخښنې نړیوال سازمان

د بخښنې نړیوال سازمان وایي چې طالبانو د افغانستان په دایکندي ولایت کې په غیرقانوني ډول ۱۳ تنه هزارګان وژلي دي. ډېری دغه کسان هغه پخواني امنیتي سرتېري ول چې طالبانو ته یې ځان تسلیم کړی و.

د بخښنې نړیوال سازمان د راپور له مخې طالب وسله والو د اګست پر ۳۰مه د دایکندي د خدیر ولسوالۍ په کهور کلي کې ۱۳ تنه هزارګان وژلي دي. د قربانیانو له ډلې ۱۱ تنه یې پخواني سرتېري او د یوې ۱۷ کلنې نجلۍ په ګډون دوه تنه نور ملکي وګړي ول.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې طالبانو د اګست پر ۱۵مه واک ته له رسېدو دوه اونۍ وروسته دغه کسان وژلي دي.

یادې ادارې زیاته کړې چې ۳۰۰ طالب وسله وال د اګست پر ۳۰مه یوه کلي ته ننوتل چې پخواني امنیتي ځواکونه له خپلو کورنیو سره یو ځای پکې مېشت ول. په وینا یې امنیتي ځواکونو غوښتل چې له کلي څخه ووځي، خو طالبانو پرې ډزې وکړې چې په پایله کې یې د معصومې په نامه یوه ۱۷ کلنه نجلۍ هم ووژل شوه.

په ورته مهال د بخښنې نړیوال سازمان مشره نیس کالامار وایي چې «طالبان باید له انتقامي او ظالمانه کړنو څخه لاس واخلي… او نوی حکومت باید په روښانه توګه ووايي چې دغه سرغړونې د منلو نه دي او چارواکي یې تر عدلي لاندې نیسي.»

طالب چارواکو بیا بي بي سي سره خبرو کې دغه ادعاوې رد کړې دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي بي بي سي ته ویلي چې د بخښنې نړیوال سازمان راپور یو جانبه دی. په وینا یې د بشري حقونو سازمانونه کولی شي چې د لا زیاتو پلټنو لپاره سیمې ته ورشي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو کابو دوه اونۍ مخکې د دایکندي د ګېزاب او پاتوی ولسوالیو سلګونه هزارګان د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ کړي وو.

 

نورې ليکنې