د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د یو شمیر افغان خبریالانو، د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې، او بهرنیو اتباعو په ګډون شاوخوا ۳۰۰ تنه د چهارشنبې په ورځ، له کابل څخه دوحې ته انتقال شوي دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې لولوه بنت راشد الخاطر ویلي چې د اګست میاشتې راهیسې له افغانستان څخه قطر ته دا تر ټولو لویه او شپږمه الوتکه ده.
دغه قطري دیپلوماتې د چهارشنبې په ورځ د اکتوبر په ۶ مه، په خپله ټویټر پاڼه کې په دې اړه لیکلي: «له کابل څخه د مسافرو شپږمې الوتکې پرواز وکړ. له ۳۰۰ څخه ډیر مسافر، چې د اګست میاشتې راهیسې دا ترټولو لویه الوتکه وه.»
د نوموړې په وینا په دغه الوتکه کې افغان خبریالان، د افغانستان کریکټ ټیم او همدارنګه د بلجیم، ایرلنډ، انګلستان، آلمان،فنلنډ، فرانسې،ایټالیا،سویډن او کاناډا وګړي سپاره ول.
په راروانه اونۍ کې دا دویمه الوتکه ده چې له کابل څخه دوحې ته مسافر لیږدوي. له دې وړاندې د یکشنبې په ورځ هم ۲۳۵ افغان او بهرني وګړي د قطر هوايي شرکت لخوا له کابل څخه دوحې ته استول شوي و.
نور ولولئ: له کابل څخه ۲۳۵ تنه مسافر د قطر په الوتکه کې دوحې ته ورسیدل
له کابل څخه استول شوي افغانان مخکې له دې چې خپل اصلي مقصد ته ولیږدول شوي د یوې مودې لپاره په قطر کې ساتل کیږي او بیا له هغو ځایه نورو هیوادنو ته لیږدول کیږي.
قطر یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د نړیوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ په منځګړیتوب او د افغانانو د انتقال په برخه کې خورا مهم رول لوبوي.
د یادولو ده چې افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره سم له ۱۲۰ زرو څخه ډیر افغانان او بهرنیان د کابل هوايي ډګر له لارې امریکا، اروپا او نورو هیوادونو ته واستول شول.