تزییني انځور: د ترکیې او بلغاریا سرحد. کرېډېټ: پیکچر الاینز
تزییني انځور: د ترکیې او بلغاریا سرحد. کرېډېټ: پیکچر الاینز

بلغاریایي ځواکونو پرون چهارشنبه په یوه میني بس کې سپاره ۴۳ مهاجر نیولي دي. نیول شوي کسان ټول د افغانستان اصلي اوسېدونکي دي.

د بلغاریا د چېرپان سیمې امنیتي ځواکونو پرون چهارشنبه د دغه هیواد د تراکیا پر لویه لوره په یوه میني بس کې سپاره ۴۳ مهاجر نیولي دي. که څه هم نیول شويو کسانو پېژندپاڼې نه درلودې، خو د چارواکو په خبره دوی ټول د افغانستان دي.

د ځایي رسنیو په حواله د دغو کسانو تر نیونې لږ مخکې د چېرپان د پولیسو قومندانۍ ته په یوه میني بس کې د سپرو «غیرقانوني» مهاجرو په هکله اطلاع رسېدلې وه.

پولیسو دا هم ویلي چې موټر چلوونکی یې د ۲۴ ساعتونو لپاره تر نظارت لاندې نیولی دی.

داسې اټکل کېږي چې نیول شوي مهاجر به د بلغاریا لیوبیمت سیمې ته انتقال شي. چارواکو د پېښې په تړاو پلټنې پیل کړې دي. 

د افغانستان حکومت تر ړنګېدو لږ وروسته د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې دغه هیواد کې د نیول شویو افغان مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

دوی زیاته کړې وه چې د افغان مهاجرو د نویو څپو د ورتګ د مخنیوي لپاره له یونان او ترکیې سره پولې ته ۴۰۰ تر ۷۰۰ نوي سرتېري استوي.

 

نورې ليکنې