له ارشیف څخه. له کابل څخه بریتانیا ته رسیدلي افغانان. انځور: رویټرز، اګست ۲۰۲۱
له ارشیف څخه. له کابل څخه بریتانیا ته رسیدلي افغانان. انځور: رویټرز، اګست ۲۰۲۱

د سکاټلند د وېست لوتیان سیمه ایزې شورا چارواکو ویلي دوی به په راتلونکو پنځو کلونو کې ۶۰ افغان مهاجرو ته پناه ورکړي. سکاټلند له ۳۲ سیمه ایزو شوراګانو څخه جوړ شوی دی.

د وېست لوتیان د سیمه ایزې شورا چارواکو ویلي دغه سیمه به په راتلونکو پنځو کلونو کې ۶۰ افغان مهاجرو ته پناه ورکړي.

د ځایي رسنیو په حواله برتانیا په پام کې لري چې په راتلونکو پنځو کلونو کې کابو ۲۸۰۰۰ افغان مهاجر ومني. دا په داسې حال کې د افغانستان پخواني حکومت تر ړنګېدو لږ وروسته د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون راتلونکو کلونو کې د ۲۰۰۰۰ افغان مهاجرو د منلو خبر ورکړی و.

ټاکل شوې چې دغه مهاجر به د افغانانو د بیا مېشتونې او د ملاتړ پالیسۍ او د افغان ښاریانو د بیا مېشتونې پروګرام په چوکاټ کې لویه برتانیا کې مېشت کړل شي.

بیا ولولئ: اسکاټلند: ګلاسګو ښار کې نږدې ۲۰۰ کسانو د دوو مهاجرو د شړلو مخه ونیوله

د وېست لوتیان شورا مشر لارنس فیتس پتریک ویلي: «موږ چمتو یو چې له هغو افغان مهاجرو سره مرسته وکړو چې افغانستان کې د بشري کړکېچ له امله ځورېدلي دي.»

په ورته مهال د اسکاټلند ملي ګوند د زیات شمېر افغانانو د منلو غوښتنه کړې ده.

سکاټلند د لویې برتانیا سره تړلی هیواد دی چې د ګلاسکو په ګډون له ۳۲ سیمه ییزو شوراګانو څخه جوړ شوی دی. 

 

نورې ليکنې