د آلمانۍ مجلې «شپيګل» د يو راپور له مخي د يونان او کرويشيا ځانګړي واحدونه له اروپايي اتحاديې څخه د مهاجرو د غير قانوني شړلو په عملياتو کي شريک دي.
د اروپايي اتحاديې د قوانينو له مخي چي د محافظت او پناه په تلاښ هر کس د دغې اتحاديې پولو ته داخل سي، نو د دې حق لري چي د پناه غوښتنه يې په انفرادي توګه وڅېړل سي. د دغې اتحاديې د هيڅ غړي هيواد چارواکي يا ادارې دا حق نلري چي له نيمي لاري څخه د پناه غوښتونکي بېرته پر شا وتمبوي يا يې وشړيو بېله دې چي د پناه غوښتنه يې ارزول سوې وي. له نيمي لاري او له پولي څخه يادي شړنې ته (pushbacks) يعني پر شا پوري وهنې ويل کيږي چي دا ناقانونه عمل دی.
اوس د آلمان د «شپيګل» په نوم رسنۍ يو راپور خپور کړی دی چي پکښي د يونان او کرواسيا/کرويشيا هيواد په ځانګړو امنيتي واحدونو تور لګول سوی، چي ګواکي په ناقانونه توګه د اروپايي اتحاديې له پولو څخه د مهاجرو په پر شا ټېل وهلو يا «پوش بېکس» عمليات په مخفي توګه ترسره کوي. د يادي رسنۍ په دغه څېړنيز راپور کي يو شمير نورو رسنيو هم همکاري کړېده.
د يادي رسنۍ په راپور کي راغلي دي چي د کرواسيا ځانګړي پوليس او د يونان ځانګړي امنيتي چارواکي په مخفي توګه د مهاجرو پر شا تمبولو عمليات په داسي توګه ترسره کوي چي د زيات وخت خپل هويت پټوي او بېله ځانګړو نخښو او نښانونو څخه يونيفورم په تن کوي.
د شپيګل رسنۍ د راپور له مخي د ۱۱ پوش بېکس ويډيوګاني سته چي ښيي کرواسي ځانګړي پوليس مهاجر وهي، مخکي له دې چي هغوی بېرته بوسنيا هرڅګووينا ته وشړي. د راپور له مخي د دغه ناقانونه عمل له پاره په داخل کي د «کوريدور» خطاب کيږي.
د راپور له مخي په يونان کي د پوش بېکس عمل د نورو تر څنګ د يونان د ځانګړي سرحد ساتونکو واحدونو له خوا تر سره کړيږي. د دغه راپور په حواله ياد ساتونکي مهاجر او ممکنه پناه غوښتونکي نيسي او بيا يې په زړ رنګ لرونکو د ژغورنې په پلاسټيکي کښتيو کي کښېنوي او آژې سمندر ته يې خوشي کوي. شپيګل د خپل راپور اساس هغه ويډيوګانې بللي دي چي په وينا يې پکښي پوش بېکس ثبت سوي دي. يادي رسنۍ په دې ترڅ کي د فعال او پخواني يوناني سرحد ساتونکو چارواکو د څرګندونو حواله هم ورکړې ده.
د شپيګل په وينا د اروپايي اتحاديې کميسيون ويلي چي د هر ډول پوش بېکس قاطع مخالفت کوي، خو د دا ډول راپورونو له کبله په «ژوره توګه اندېښمن» سويدی. شپيګل او نوري رسنۍ لکه لايټ هاوس ريپورټس، اس ار اېف، اې آر ډي، لېبراڅيون، نووستي، ار ټي اېل کرواسيا او پواينټر رسنۍ په دومداره توګه د پوش بېکس د عمل په هکله راپورونه ورکوي چي دغه عمل د اروپايي اتحاديې او د نړيوالو قوانينو ضد دی.
شپيګل د اګست په مياشت راپور ورکړی ؤ چي اروپايي اتحاديې کميسيون د يونان د پوله ساتونکو سره د پوله ساتنې له پاره سمدلاسه مرستي ځنډولي دي. په راپور کي راغلي چي د مرستو د بېرته پېلولو له پاره له يونان څخه د داسي ميکانيزم غوښتنه سوې چي د مهاجرو د پوش بېکس د راپورونو جدي او بېطرفه څېړنه وکړلاس سي.
آ./ا.ا.