آرشيف انځور ـ د ليبيا په ساحل کي د کښتۍ ډوبېدو وروسته د يو مهاجر جسد| Photo: EPA/Flavio Gasperini/SOS MEDITERRANEE
آرشيف انځور ـ د ليبيا په ساحل کي د کښتۍ ډوبېدو وروسته د يو مهاجر جسد| Photo: EPA/Flavio Gasperini/SOS MEDITERRANEE

د فرانسې خبري آژانس خبر ورکړی چې د سمندر څپو د ليبيا ساحل ته د ۱۷ انسانانو مړي راوړي دي. اټکل کيږي چي دا به د هغو مهاجرو مړي وي چې د مدیترانې له لارې اروپاته د تلو هڅه درلوده.

د مهاجرو ياد شمېر مړي د چهارشنبې په ورځ د دغه شمالي افريقايي هيواد په ساحل کي وموندل شول. د دغه هيواد سمندري ځواکونو ويلي دي چي له دې مخکي په دغه سيمه کي د مهاجرو يوه کښتۍ ډوبه شوې وه. ويل شوي چي مړي د سويا او سورمن ښارونو تر منځ سيمه کي موندل شوي دي.

له ليبيا څخه هر کال لسګونه زره مهاجر د اروپا پر لور په داسي کښتيو کي خپل سفر پېلوي چي د سفر وړ نه وي. دغه سفر د سترو ګواښونو سره مل وي.

د مهاجرت د نړيوال سازمان (IOM) په حواله د روان کال له پېل څخه بيا تر سپتمبر مياشتي پوري پر دغه لاره ۱۳۶۹ مهاجر مړه شوي دي. هغوی هڅه کوله چي د مديترانې له لاري ځان اروپا ته ورسوي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې